سه شنبه 30 سپ 2014 سیمه ییزوخت 16:47

پاکستان

پاکستان ته د جاسوسي په تور یو هندی ونیول شو




د هند پولیس وایي ، یو هندی وګړی یې  پاکستان ته د جاسوسۍ  په تور نیولی دی.

پولیس وایي ، سمر خان یې له هغه ځای سره نزدې نیولی چې د جمعي په ورځ د هندي هوایي ځواکونو مشقونه کیدل.

دغه پنځه دیرش کلن کس پر دې تورن دی چې د دغه پوځي مشقونو په اړه به یې اسلام اباد ته معلومات ورکول.

د هندصدر پرناب مکر جي او وزیراعظم من موهن سنګ دواړه  له پاکستاني پولې سره نژدې راجستان ریاست کې د دغو مشقونو دستورې ته تللې دي.

دا نه ده څرګنده چې سمر خان کله نیول شوي او د اسلام اباد لخوا هم لا په دې اړه څه نه دي ویل شوي .

دا هم ولولئ

Audio په پاکستان کې د جمهوریت د کمزورۍ لاملونه

په پاکستان کې د دوو ډلو تر احتجاجي ناستو وروسته ایا ډیموکراسي کمزورې شوې ده او که نه؟ په هغه هېواد کې د جمهوري اقدارو د نه پیاوړي کېدو وجوهات څه دي؟ د پاکستان سیاسي ګوندونه ایا په ریښتینې مانا جمهوري دي؟ د پاکستان په تفصیل...

"د لر او بر پښتنو راشه درشه ښه کوو"

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په خيبر پښتونخوا کې د يوې ټولنې جوړېدو په اړه اورئ چې هدف يې د پاکستان او افغانستان د پښتنو تر مينځ د اړيکو ښه کول او پښتني ادب او کلتور ته وده ورکول دي. تفصیل...

“ غیرسیاسي کړل شوي ځوانان په عمران پسې دی”

په پاکستان کې د حکومت پرضد د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ احتجاجي ناستې روانې دي،په احتجاج کوونکو کې زياتره ځوانان دي،له دې ځوانانو سره له ټاکنو وړاندی هم ډېرو سياسي ګوندونو ژمنې کړی وې چې بدلون به راولي. تفصیل...

په جلال اباد کې د امن انځوریز نندارتون

نندارتون ته د ځوان عکاس عبدالرب حبیبیار تصویرونه وړاندې کړل شوي ول. دی وايي، په نمایش کې یې په لارو، کوڅو کې د ((لر و بر پښتنو)) د ((ګل مخونه)) په نوم هغه انځورونه ښودلي دي چې ناامنۍ او جګړې ځپلي دي. تفصیل...

مدني ټولینه او له جمهوریت سره د دې تړاو

د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې د مدني ټولنې یا سېول سوسایټۍ او د دې له جمهوریت سره د تړاو په اړه غږېدلي یو. تفصیل...