جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 20:06

پاکستان

"بې له ثبوته قیدیان ولې ساتل شوي"

د حرفواندازه - +

رابعه اکرم مشال راډيو

د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي یا چيف جسټس افتخار محمد چوهدري له اډيالې زندانه  د تريتم بندیانو د کيس اوريدنې پر مهال وويل چې دا دی دوه کاله تېر شول خو د هغوی پر ضد ثبوتونه وړاندې نه شول. نوموړي وویل دا د بشری حقونو معامله ده د مقدمې پرته یو بندي یا قېدي تر اوږدې مودې په بند کې نه شي ساتل کېدلای.

د دې کيس اوريدنه چيف جسټس افتخار محمد چوهدري په مشرې کې درې کسيزه جرګګۍ یا بينچ وکړله.

د مقدمې دوران چيف جسټس له لوی ځارنوال یا  اټارني جنرل نه د شق اېن  ٢٤٥ له مخې  په قبايلي سيمو کې د پوځ د تعيناتۍ په اړه د نوټيفيکيشن غوښتنه وکړه.

د اوريدنې په وخت اټارني جنرل وويل، چې تر څو پورې عمليات روان دي نو په قيديانو مقدمه نه شي چليدلای.  د دې په ځواب کې چيف جسټس زياته کړه چې هغه مواد دې وړاندې کړل شي چې پر بنست یې دغه کسان په بند کې ساتل شوي دي.

د تریتم یا بېدرکه قيديانو وکيل طارق اسد مشال راډيو ته وويل چې اټارني جنرل د دې مقدمې د ځنډولو هڅه کوي. او لا تراوسه په دې مقدمه کې څه وړانديز نه دې شوې. دا يولس قيديان بې درکه شوي ول چې څلور په کې مړه او اووه ژوندي پاته دي.

 ،،  له لومړۍ ورځې راهیسې دا کسان په غیر قانوني توګه په بند کې ساتل کېږي او ما عدالت ته وويل چې دا ستاسو قانوني فرض دی چې د دوی د خوشې کولو حکم دې ورکړل شي ،،
دغه شان مشال راډيو ته د قانوني چارو کار پوه د دې مقدمې په اړه وويل چې ،، شق اېن  ٢٤٥  کې د  لپاره دی،  چې پوځ هم خپل يو اختيار لري د سرحدونو حفاظت کوي او که په ملک کې د امن او امان خراب صورتحال وي. له دې پرته د پوځ مرسته نه شي ترلاسه کيدای نو سپريم کورټ کې چې کوم بحث روان دې، دا ټول د دغه ارټيکل نه تاويږي نو له دې علاوه  ولسي چارواکي ګرسره دغه کار نه شي کولی،،

د تریتم بندیانو د کيس اوريدنه د روانې مياشتې تر ۲۸م فرورۍ پورې وځنډول  شوه.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...