سه شنبه 21 مې 2013 سیمه ییزوخت 14:46

بلوچستان

بلوڅ میشتو سیمو کې د پښتنو وژنې

د حرفواندازه - +



خدای نور ناصر مشال راډيو

کوټه: د رواني میاشتې په ۲۴ نېټه د بلوچستان په بلوڅ مېشته پسني سیمه کې د وسله والو له لوري د ږوب سیمې ۶ مزدوران ووژل شوو. چې مسوولیت يې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لبرېشن فرنټ قبول کړ.


د پسني دا پېښه لومړنۍ نه ده چې په بلوڅ مېشتو سیمو کې پښتانه په نخښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم  ګڼ پښتانه مزدوران، موټر چلوونکي او تجاران وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو قبول کړی دی.

بلوڅو او پښتنو سیاستوالو دغه پېښې په سختو ټکیو غندندلې دي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مينګل ډلې غلام نبي مری وايي؛ له داسې پېښو سره د پښتنو او بلوڅو تر مینځ هیڅوک کرکه نه شي خورولای؛.

؛ موږ دداسې ټولو پېښو په کلکه غندنه کوو، چې په کې بې ګناه کسان هغه که پښتون وي، که بلوڅ وي او یا هم کوم بل څوک وژل کېږي. خو موږ دا وايو چې پښتانه او بلوڅان د احمد شاه ابدالي او میر نصیر خان نوري له زمانې د وروڼو په څير ژوند کوي.؛

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدالرحیم زیارتوال هم د پښتنو وژنه غندلې او بلوڅ ملتپالو یې غږ کړی چې هغوی یې باید په کلکو ټکو وغندي:

(( لومړی خوهغه کسانو ته چې پشتانه مزدروان وژني دا باید معلومه شي ،  داسې نه ده چې دغه وژل شوي خلک تر شا څوک نه لري. دویم دا چې بلوڅ سیاستوال که نور څه نه شي کولای، نو د دغه ډول پېښو غندنه دې وکړي. او د وژل شويو کسانو د ویرژنو کورنیو له غړو سره دې غمرازي وکړي))

پوښتنه دا ده، چې يواځې غندنې په بلوڅ مېشتو سیمو کې د پښتنو ژوند ژغورلای شي. د سیمې يو مشر خبریال عبدالکبیر شاکر یې داسې بیانوي.

؛ يواځې په غندنو دلته د پښتنو په زړونو کې د بلوڅو لپاره نفرت نه شي کمېدای. د دواړو خواو سیاسي ګوندونه باید ترغندنو پورې محدوده نه شي. او دوی باید دلته په کوټه کې دواړه خواوې سره کښېني، او ددې ستونځې حل راوباسي؛.

د شاکر په خبره تردې وړاندي هم په دې صوبه کې د بلوڅو او پښتنو تر منځ ځيني داسې پېښې شوې، چې د دواړو قامونو تر منځ يې نفرتونه پيدا کړي. چې د نوموړي په وينا د دواړو لورو د ملتپالو ګوندونو دا ذمه واري جوړېږي، چې د خبرو او قبایلي جرګو له لارې د ورتو پېښو د مخنیوي لپاره ګام پورته کړي.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...