پنجشنبه 20 جون 2013 سیمه ییزوخت 08:13

پاکستان

د خبریال ملک ممتاز وژنه خبریالانو وغندله

د شمالي وزیرستان خبریال ملک ممتاز نن پر چارشنبه ووژل شو
د شمالي وزیرستان خبریال ملک ممتاز نن پر چارشنبه ووژل شو
د حرفواندازه - +

ګل ایاز مشال راډیو

پراګ:- په قبايلي سيمه شمالی وزيرستان ميرام شاه کې د چارشنبي پر ورځ يو قبايلي خبريال ملک ممتاز ووژل شو.

له سيمې د مشال راډيو خبريال وايي چې  خبريال ملک ممتاز له چشمه پُل څخه ميرام شاه ته روان وو چې په لاره کې وسلوالو په نښه کړو.

خبريال ملک ممتاز له ډيری مودې راهیسې له شمالي وزيرستانه د ورځنیو پېښو ګزارشونه یا راپورونه ورکول. هغه  د پاکستان جيو او خيبر ټيلي وژن، دې نيوز او ډيلي ټايمز ورځپاڼو سره کار کولو.

نوموړي په دا  وروستيو ورځو کې د شمالي وزيرستان پريس کلب مشر ټاکل شوی وو او يو څو ورځو کې يې د سوګند پورته کولو دستوره هم کيدونکې وه.

په پيښور کې دې نيوز ورځپاڼې کې کارکونکې او خبريال مشتاق يوسفزی وايي، چې ملک ممتاز ډير زيات زړه ور صحافی وو او هر وخت يې د سيمي ستونزو په اړه رپورټونه لېږل.

په پاکستان کې د خبريالانو ټولنو د ملک ممتاز وژنه په سختو ټکو  غندلې. د شمالي وزيرستان پريس کلب د ملک ممتاز د وژني پرضد د شپږو ورځو د وير اعلان کړی دی.

د قبايلي خبريالانو د ټولني مشر صفدر حيات داوړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ملک ممتاز د وژنې پرضد به تر اسلام اباد پورې مظاهرې کوي. د صفدر داوړ په وينا ملک ممتاز بې پلوه  رپورټنګ کولو او په سيمه کې خلکو ورته ډير په درنه سترګه کتل. صفدر داوړ له حکومته غوښتنه وکړه چې قبايلي خبريالانو ته دې د تحفظ ورکولو لپاره ګامونه پورته کړل شي.

د يادوني ده چې د ملک ممتاز وژنې سره په قبايلي سيمو کې د وژل شويو صحافيانو شميره ۱۳ تنو ته رسېدلې ده. د بېپولې خبريالانو اداره ترمخه پاکستان د ميډيا د ازادۍ په فهرست کې په ۱۵۱ نمبر دی او ۲۰۱۰ د خبريالانو لپاره خونړۍ کال وو او د خيبر پښتنونخوا او د قبایلي خبريالان له ډيرو ستنونزو سره مخامخ دي.

دا هم ولولئ

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات تفصیل...

Audio فلسفي سېدجمال الدین افغان

د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سېد جمال الدين افغان په اړه تفصیل...

Audio د مشال تر رڼا لاندې بحث

په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. د سولې په برخه کې د دې حکومت مخې ته یو ګواښ له طالبانو سره سوله ده. تفصیل...

Audio د سندرو امېل (د سرفراز خبرې او نوې سندرې)

سرفراز وايي، د ده د نوي البم نوم (زېری) دی. دی وايي، په البم کې یې ځینې طرزونه خپل دي. دی وايي، له نوې موسیقۍ سره سره یې د پښتو دودیزې آلې هم په تفصیل...