د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره د جهاني کچې پوځ تیارېږي



د فارن پالیسي مجلې په دې مقاله کې راغلي افغانستان کې دیوولسو کلونو راهیسې روان جنګ دا خبره څرګنده کړه چې ددې هېواد د شخړې پوځي حل نشته.

په داسې حال کې چې دې هېواد کې د بهرنی ځواکونو مشري نوي کمانډر ته وسپارل شوه وخت رارسیدلی دی چې افغانانو ته سیاسي او اقتصادي واک انتقال کړل شي او امریکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

مجله زیاتوی چې امریکا او نېټو په افغانستان کې په لویه پیمانه د اهل افغان پوځ جوړولو ته هم ډېره توجو ور کړې. خو غیر پوځي پروګرامونو ته سمه پاملرنه نه ده شوې، د مثال په توګه د بیلا بیلو مخالفو ډلو ترمنځه پخلاینه او د قانون واکمني قوي کولو ته ډېره لږه وده ورکړې شوې ده.

د مجلې دوېنا ترمخه غربي سرمایه کارانو بیا په ټولنیزو هلو ځلو، په خاص توګه د تعلیم او صحت په چارو کې، د پام وړ کامیابي ترلاسه کړې ده. دا راز د انتقالي دورې په آخرو پړاؤنو کې غیر پوځي چارو ته لا نور د پاملرنې ضرورت دې. په دې کې آزاد او شفاف انتخابات، درغلي او بډې رشوتونه ختمول او د ښځو د حقونو حفاظت کول شامل دي.

مجله وايي د افغانستان په حواله یوه زدکړه دا ده چې د بیا رغونې کارونو کې دې د عارضي کار پرځای مستقل او اوږد مهاله منصوبو ته ډېر پام وکړل شي. ځکه چې په عراق کې امریکايي تګلارې جوړؤنکو لنډ مهاله نتیجې په پام کې ونیولې او دا راز هغه پرمختګ چې عراقي ولس ته یې تر ډېره وخته ګټه رسولای شوه له پامه وغورځول شوې.

بلخوا لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي د ایران ستر روحاني مشر ایت الله خامنايي سره کومې معاملې ته رسیدل د ایټمي پروګرام په اړه خبره نه ده بلکې د هغه سیاسي حثیت جایز منل او د ایراني رژیم د بقا مسله ده.

دورځپاڼې په وېنا په ۱۹۸۹ م کال کې چې خامنايي په واک کې راغلې دهغه وخت راهیسې یې له غربي نړۍ سره د ایران د تعلقاتو غندنه کړې او دا راز د غربي هېوادونو سره یې کینه او بغض ساتلای دی. او که دهېواد ځینې اصلاحی سوچ لرونکو خلکو د دې شخړې د هوارولو هڅه کړې نو خامنايي هغوی د انقلاب په ناکامه کولو تورن کړي دي.

ورځپاڼه لیکي د اوبامه انتظامیې لپاره د ایټمي حثیت سره د ایران قبلول یوازنۍ ستونزه نه ده بلکې دا هم یوه یوه لویه مسله ده چې په ایراني رژیم کې د آیت الله خامنايي د سخت دریځه واکمنۍ د شخړې څه حل ولټوي؟چې د امریکايي اقتصادي او سیاسي بندیزونو له وجې لا نور مضبوطیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG