پنجشنبه 20 جون 2013 سیمه ییزوخت 04:08

افغانستان

د خوست پوهنتون کې په اشر باغ لګول کېږي

د حرفواندازه - +

نجیب الله الوخیل مشال راډيو

په خوست کې دا مهال په ټولنیزو چارو او فعالیتونو کې د ځوانانو ونډه په ډیریدو ده، دوی یو شمیر د خپلې خوښې کارونه سرته رسوي،چې له یوې خوا دټولنې په پرمختیا او سمسورتیا کې ونډه اخلي بل لوري ته دا ډول ګټور کارونه دنورو خلکو د هڅونې او تشویق لامل ګرځي.


داځل په خوست کې یو شمیر ځوانانو د خوست پوهنتون په جار کې په درې جریبه ځمکه کې د نارنجو د یو بڼ پرلګولو  کار پیل کړی او دوی به په دې باغ کې تر 700زیات د نارنجو نیالګي لګوي او هوډمن دي ،چې تر پایه به يې ساتنه او پالنه کوي.

د دې اشر یو تن ګډونوال نوراجان بهیر وویل غواړي، په دې کار سره نورو ځوانانو ته دا پیغام ورکړي ،چې هغوی هم دهیواد په سمسورتیا کې برخه واخلي، ده وویل د یاد بڼ جوړول یو شمیرځوانانو په شخصي لګښت پیل کړی دی.

یو ځوان خوستوال فریدالله ظاهر وايي ،چې دوی به دنارنجو د دې بڼ پالنه اوساتنه کوي.
د ځوانانو بڼ داشر یو بل تن ګډونوال الیاس وحدت وویل ،چې ويښ افغان  دا ډول ټولنيز کارونه په دې موخه ترسره کوي، څو ځوانان له مایوسی حالت څخه را وباسي او هغوى ته يوه داسې روحيه ورکړي، چې دوی د خلکو او ټولنې د سوکالۍ لپاره ډېر څه ترسره کوى شي.

بلخوا دخوست دکرنې او مالدارۍ سرپرست رئیس ډاکټر نقیب الله وویل ،چې دوی په پام کې لري د سږني سپرلي په شپو ورځو کې د ټول ولایت په کچه یو میلیون نیالګي ولګوي ،چې یو لک به یې یوازې د دوی ادره برابروي او زیاتره نیالګي به د کینولو لپاره بزګرانو ته ورکول کیږي .

دیادونې وړ ده تیره اونۍ هم د خوست سلګونه ځوانانو  د خوست ښار د پاکولو په لوی اشر کې برخه واخیسته.

دا هم ولولئ

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات تفصیل...

Audio فلسفي سېدجمال الدین افغان

د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سېد جمال الدين افغان په اړه تفصیل...

Audio د مشال تر رڼا لاندې بحث

په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. د سولې په برخه کې د دې حکومت مخې ته یو ګواښ له طالبانو سره سوله ده. تفصیل...

Audio د سندرو امېل (د سرفراز خبرې او نوې سندرې)

سرفراز وايي، د ده د نوي البم نوم (زېری) دی. دی وايي، په البم کې یې ځینې طرزونه خپل دي. دی وايي، له نوې موسیقۍ سره سره یې د پښتو دودیزې آلې هم په تفصیل...

مهم موضوعات