چار شنبه 22 مې 2013 سیمه ییزوخت 23:15

پاکستان

رښتیا ویل به امن راوړي. اڅکزی

Loading
۱۲:۰۰:۰۰ / -:--:--

د امن بهیر به له افغانستان راپېلېږي. محمود خان اڅکزی

د حرفواندازه - +




په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د جمیعت علما اسلام تر سیوري لاندې په قبایلي سیمو کې د امن پر ځای کولو د پاکستان د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو او د فاټا لویې جرګې د مشرانو تر منځ ټول ګوندیز کانفرانس  روان دی.

جمیعت علما اسلام دریځ لري چې د ترهګرۍ مسئله  باید د خبرو اترو له لارې هواره شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې مولانا فضل الرحمن وویل چې د ټولو ګوندونو د مشرانو په راټولېدو سره به په فاټا کې د پښتنو لویې جرګې ته تقویت ملاو شي چې په سیمه کې د روانو ستونزو د ختمولو پر لوری یو ګام وړاندې ولاړ شو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ټول ګوندیز کانفرانس سره پر څنګ  مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې روان غوبل یوازې او یوازې په رښتیا ویلو سره له مینځه تلای شي او رښتیا دا دي چې امن به له افغانستان راپېلېږي او داسې به د امن دا بهیر قبایلي سیمو او نورې پښتونخوا ته پراخېږي . او د غه ډول به په ټوله سیمه او پاکستان کې امن راشي.

ترې  وړاندی د روانې میاشتې پر څوارلسمه نېټه د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم آل پارټیز کانفرنس رابللی وو. چې مقصد یې د تره ګرۍ پر  وړاندې د یوې حل لارې لټول او د ټولو ګوندونو  لخوا یو متفقه کړنلاره ټاکل وو.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...