یک شنیه 26 مې 2013 سیمه ییزوخت 05:57

پاکستان

له مسلم لیګه د نګران وزیراعظم نوم وغوښتل شو

د پاکستان وزیراعظم راجه پروېز اشرف
د پاکستان وزیراعظم راجه پروېز اشرف
د حرفواندازه - +


رابعه اکرم مشال راډيو

آسلام اباد:- د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف په  قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر چودري نثار علي خان ته ويلي دي چې د اسمبلۍ تر متېدو مخکې دې د لنډ مهالي وزيراعظم لپاره نومونه وړاندې کړي.


له وزيراعظم هاوسه جاري شوې خبر پاڼه وايی،  تيره ورځ وزيراعظم راجه پرويز اشرف چوهدري نثار ته لیک استولی دی  چې که مسلم ليګ نون د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره حکومت ته نومونه د اسمبليانو تر متېدو یا تحليلېدو وړاندې ورنه کړل نو هغه به د ايين شق ٢٢٤ لاندې د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره دا سلسله مخکې بيايي.

د لنډ مهاله وزيراعظم په اړه  کله چې مشال راډيو د مسلم ليګ نون مرکزي وياند صديق الفاروق نه وپوښتل نو هغه وويل چې د وزيراعظم راجه پرويز اشرف خط د اپوزيشن ډلې مشر چودري نثار ته رسيدلی دی. په دې سلسله کې صلاح مشورې روانې دي. مسلم ليګ نون غواړي چې لنډ مهاله وزيراعظم دې غيرجانبداره وي او چې کله د مسلم ليګ نون له اړخه د نوم انتخاب وشو نو هغې اعلان به چودري نثار په خپله کوي.

،، زموږ کوښښ دی چې يو ديانت داره ، امانت داره ، غيرجانبداره او غير متنازعه تن لنډ مهاله وزيراعظم جوړ شي،  چې څوک پرې ګوته اوچته نه کړي او هغه اليکشن کميشن سره يو ځای پاکې او صفا ټولټاکنې وکړای شي،،

د نګران وزيراعظم د انتخاب په اړه د سياسي چارو کارپوه خادم حسين وايې، د ده په اند په سياسي مشرتابه  کې دومره سنجيدګي او پختګي راغلې ده چې په نومونو اتفاق کول به ورته مسله نه جوړوي.

،، د دوی په ځینو خبرو کې له يو بل سره اتفاق شوی دی لکه چې څنګه يې په اتلسم ترميم او د چيف اليکشن کمشنر په ټاکنو اتفاق وکړ، او داسې په نورو حوالو هم اتفاق شوی دی نو اميد دۍ چې د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره به هم د دوی په مینځ کې اختلاف نه وي او که اختلاف راشي نو بيا نورې داسې لارې شته چې د هغې په بنياد لنډمهاله وزيراعظم راتلی شي خو دا به ښه وي چې داسي صورتحال راتلو نه مخکې دوی د لنډ مهاله وزيراعظم اتخاب وکړي،،

د ذکر وړ ده چې موجوده حکومت د مارچ مياشتې په مينځ کې به خپله ايني موده پوره کوي.

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)

د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ت تفصیل...

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...