جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 20:12

بلوچستان

هزاره ګان خپل امنیت پخپله ساتل غواړي

د حرفواندازه - +



د کوټې شيعه هزارګانو د پاکستان پر حکومت دوی ته د امنيت نه ورکولو په لړ کې تر يو شمېر نيوکو وروسته اوس ږغ کړی چې د سني سخت دريځو په ضد به خپله دفاعي وسله واله ډله جوړوي. د دوی په وينا د بلوچستان له صوبايي حکومته يې غوښتنه کړې چې دغه وسله والې ډلې ته اجازه ورکړي چې له ځايي پوليسو سره يو ځای کار وکړي.

ايسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس ليکي، د بلوچستان په کوټه ښار کې پر شيعه هزارګانو تر يو شمېر وسله والو بريدونو وروسته اوس دغه وړوکې ډلې ږغ کړی چې د سني سختدريځو پر ضد به د خپل امنيت ساتلو لپاره وسله واله جوړوي. د دوی په وينا حکومت د دوی په ساتنه کې پاتې راغلی او د تېر يو نيم کال راهيسي د وسله والو په بريدونو کې ۴۰۰ شيعه هزارګان وژل شوي دي. د دې وژنو نيمايي يې يوازې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې رامنځ ته شوې ده.

د شیعه ګانو مشران تور لګوي چې د پاکستان د امنيتي ادارو د سستۍ له کبله په کوټه کې پر دوی تشدد او بريدونه زيات شوي دي. دوی ايسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې د بلوچستان له صوبايي حکومته يې غوښتنه کړې چې د دوی وسله والې ډلې ته اجازه ورکړي چې له ځايي پوليسو سره يو ځای کار وکړي او خپل امنيت په خپل ونيسي.

د سورها په نامه يوه هزاره مېرمن وايي، د دې حالت ذمه وار حکومت دی ځکه هره ورځ زموږ سره دا ډول پيښې کيږي خو د مخنيوي لپاره يې هيڅ هم نه دي شوي. يو بل شيعه مشر علامه محمد جمعه اسدي وايي، دوی خپل ځان نشي پټولای ځکه له څهرې پېژندل کيږي او وضع يې ورځ په ورځ خرابيږي. د نوموړي سکول د جنوري د لسمي نېټې د بمي چاودنې له هغه ځايه يوازې څو ودانۍ ليرې دی چې تر سل زيات کسان پکې ووژل شول. دی وايي، يرېدلو زده کونکو په کوڅو کې منډې شروع کړې او د قيامت ورځ وه. خو چې کله د فبروري پر ۱۶مه نېټه يوه بله درنه چاودنه وشوه نو هزاره مشرانو د خپل امنيت پخپله ساتلو او د يو دفاعي ځواک پر جوړولو خبرې اترې پېل کړې. اسدي وايي، موږ به ډېر ژر پر امنيتي پوستو خپل کسان ولرو. موږ له انتظاميې سره د خپل دفاعي ځواک د جوړېدو خبره کړې ده.

خبري اژانس پر مخ ليکي، د پاکستان په ۱۸ کروړه آبادي کې دوه کروړه خلک شيعه ګان دي چې زياتره يې له اکثريتي سني آبادۍ سره په امن کې ژوند تېروي. خو د لسيزو په دوران کې د دواړو خواوو وسله والې ډلې راټوکېدلي چې زياتره وخت داسي شکونه څرګنديږي چې سني ډلې د سعودي عرب لخوا حمايه کيږي او د شيعه ډلو ملاتړ بيا ايران کوي.

د خبري اژانس په وينا په کوټه کې ۳۰ لکه کسان ژوند کوي چې د هزارکانو په شمول په ګڼ شمېر کې پښتانه او بلوڅان پکې مېشت دي. د امنيتي چارو يو کارپوه زاهد حسېن وايي،  د هزارګانو په اکثريتي سيمو کې پښتانه او بلوڅان استوګن دي او کار کوي خو هزارګان په نورو سيمو کې ډېر کم تر سترګو کيږي. نوموړی وايي، پر امنيتي پوستو باندې د ګاونډيانو يو ګډ دفاعي ځواک ښه نتيجه ورکولای شي ځکه چې که چيرې يو پښتون د هزاره لخوا پر امنيتي پوسته درول کيږي او تلاشي کيږي نو دا کېدای شي تشدد رامنځ ته کړي.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...