د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: دوه تنه ځانوژونکي ووژل شول


ځانوژونکو د ملي اردو یونفورم یا جامې پر غاړه وي او غوښتل يې په یاد ولایت کې په لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکیو ځانوژونکي بریدونه تر سره کړي


نن جمعه ناوخته مازدیګر شپږ بجې دوه تنه ځانوژونکي مخکې لدې، چې خپلې موخې ته ځان ورسوي، د پکتیکا مرکز ښرنې د ټرافیکو په څلور لاري کې د پولیسو له خوا تر پیژندنې وروسته په ډزو سره ووژل شول.


ځانوژونکو د ملي اردو یونفورم یا جامې پر غاړه وي او غوښتل يې په یاد ولایت کې په لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکیو ځانوژونکي بریدونه تر سره کړي، په یاده پيښه یوازې یو تن پولیس برسیرن ټپي شوی دی.

د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې:

((نن ناوخته مازدیګر شپږ بجې دوه تنه ځان وژونکي بريدګر چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه يې له ځانونو سره درلودل د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې د ټرافيکو په څلور لاري کې د پوليسو لخوا په ډزو ووژل شول چې د يو ځان وژونکي چاودېدونکي مواد وچاودېدل، يادو ځان وژونکو بريدګرو د ملي اردو جامي په تن وې غوښتل يې په لوړ پوړ چارواکو بریدونه ترسره کړي.
د يادې پیښې له امله يو ټرافيک برسیرن ټپي دی، نور هيڅ ډول مادي او ځاني تلفات نه لري.))

پکتيکا والي محب الله صمیم له رسنیو سره په خبرو کې د امنيتي ځواکونو دا ګام وستايه او ويې ويل، چې له ښه مرغه پوځي منسوبینو پرته له کومې ملکي او نظامي مرګ ژوبلې ځان وژونکي موخې ته له رسیدو وړاندې د د ښاریانو د ګنې ګوڼې پر مهال له منځه یووړل.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو سره په تلیفوني خبرو کې څو شیبې وړاندې د یادې پيښې مسوولیت پرغاړه واخیست او ويې ویل، چې ددوی څو تنو ملګرو د ښرنې د شهیدانو په چوک کې د ملي امنیت ادارې ته نږدې په افغان ځواکونو بریدونه پیل کړي او تر اوسه ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده او برید لا هم په یاده سیمه کې روان دی.
د یادو بریدونو پوره جزئیات به وروسته په خپاره شي.
XS
SM
MD
LG