د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ملایزیا الوتکه پاکستان نه ده پټه کړې'


د هندي ورځپاڼې (دي هندو) په يوه ليکنه کې راغلي، د پاکستان حکومت د هغو مطبوعاتي رپورټونو چې وايي د ملايزيا مسافر وړونکې ورکه شوې الوتکه ښايي په پاکستان کې چيرته پټه کړل شوې وي، ترديد وکړ.

د هندي ورځپاڼې (دي هندو) په يوه ليکنه کې راغلي، د پاکستان حکومت د هغو مطبوعاتي رپورټونو چې وايي د ملايزيا مسافر وړونکې ورکه شوې الوتکه ښايي په پاکستان کې چيرته پټه کړل شوې وي، ترديد وکړ.


په ليکنه کې د هوايي چلند په برخه کې د پاکستاني وزيراعظم د ځانګړي سلاکار شجاعت عظيم خبره راخيستل شوې چې ويلي يې دي، دغه الوتکه د پاکستان د قلمرو نه ډېره لرې غايبه شوې، د هېواد راډارونو نه شوای ليدلی او ځکه نو هېڅ امکان نه پيدا کيږي چې پاکستانه دې پټه کړې وي.

په عين حال کې د ملايزيا تر ټولو غټ اپوزيشن ګوند (پيپلز جسټس پارټۍ) د شنبې پر ورځ هغه رپورټونه رد کړل چې وايي د روانې مياشتې په ۸ مه نېټه د لادرکه شوې الوتکې کپتان، چې ظاهري احمد نوميږي، په سياسي توګه يو سخت دريځی تن دی.

د ياد ګوند د اطلاعاتو څانګې مشر فهمي فزدل د ملايزيا يوې ورځپاڼې ته ويلي، که دغه تورونه ريښتيا وختل نو ګوند به يې ورته هرو مرو ځواب ووايي.

بريتانوۍ ورځپاڼې ډيلي ميل رپورټ ورکړی و چې کپتان احمد، څو ساعتونه وروسته له هغه چې د ملايزيا په يوه عدالت کې د اپوزيشن پارټۍ د مشر انور ابراهيم د دوسيې اورېدنې ته حاضر شو، ياده الوتکه والوځوله.

عدالت د اپوزيشن مشر ابراهيم ته د پينځو کالونو د بند سزا واروله، خو وروسته يې بيا په ضمانت خوشی کړ.

د ملايزيا هوايي شرکت بوينګ الوتکه، چې ۲۳۹ مسافر پکې سپاره ول، د پلازمينې کوالالمپور له هوايي دګره تر الوت يو ساعت وروسته په حيرانونکي ډول غايبه شوه.

لومړني خبرونه دا وو چې ګنې دغه الوتکه د ويت نام ساحل ته نيږدې د چين په سمندر کې لوېدلې ده.

د ملايزيا د اپوزيشن ګوند د اطلاعاتو څانګې مشر فهمي فزدل ويلي، د دې لپاره چې له الوتکې سره سره کپتان يې هم لادرکه دی، ځکه نو پر نوموړي بايد تورونه و نه لګول شي.
XS
SM
MD
LG