د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ای اېس ای د اسامه بن لادن په پټنځي خبر وو'


د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن
د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور له مخې راغلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر لېفټینېنټ جنرال احمد شجاع پاشا د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن په پټنځي خبر وو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور له مخې راغلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر لېفټینېنټ جنرال احمد شجاع پاشا د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن په پټنځي خبر وو.


ورځپاڼه ادعا کوي، یوه پاکستاني چارواکي ویلي چې امریکا د ای اېس ای مشر په باب څرګند او نېغ په نېغه مالومات درلودل چې بن لادن په اېبټ اباد کې پټ دی.

چارواکی وايي، ”هو، هغه د اسامه د ځایځايګي په باب پوره خبر وو. “

ورځپاڼه د اندروني سرچینو له خلې وايي، چې د بن لادن په معامله کې ای اېس ای یو ځانګړې څانګه جوړه کړې وه. دغه څانګې د یوه افسر په مشرۍ خپلواک کار کولو او هېڅ جګپوړو چارواکو ته جوابده نه وه.

نیویارک ټایمز دا راپور هم ورکړی دی، چې د پاکستان حکومت طالبانو ته پټنځایونه ورکوي. په ورځپاڼه کې وړاندې راغلي چې پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف د بې نظیر بوټو له واکه لرېکولو په سازش کې هم ښکېل وو.

ورځپاڼې دا ادعا هم کړې چې د ای اېس ای پخواني مشر او او ریتایرډ جنرال پروېز بټ ویلي دی فکر کوي چې پخواني صدر پروېز مشرف په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن د پټولو بندوبست هم کړی وو. خو، هغه یو څه ثبوت وړاندې نه کړ.

بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستانیو چارواکو له خولې دغه راپور بې بنیاده ګرځولی دی.
XS
SM
MD
LG