د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست سږنې نوروز


د نوروز یا نوي کال لومړی ورځ په خوست کې هم د ماشومانو، ځوانانو او سیمه والو همدارنګه د یو شمېر ښاري ښځو او نجونو له خوا په زیارتونو ،میله ځایونو او باغونو کې د ناستو، میلو ،کنسرټونو او اتڼونو ونمانځل شوه.

د نوروز یا نوي کال لومړی ورځ په خوست کې هم د ماشومانو، ځوانانو او سیمه والو همدارنګه د یو شمېر ښاري ښځو او نجونو له خوا په زیارتونو ،میله ځایونو او باغونو کې د ناستو، میلو ،کنسرټونو او اتڼونو ونمانځل شوه.


په خوست کې سږنۍ نوروز د امنیتي ارګانونو له خوا د کلکو امنیتي تدابیرو په شتون کې ونمانځل شو، د خوست زرګونه ځوانان، ماشومان، نجونې او میرمنې په ډلو ډلو د خوست مشهورو زیارتونو لکه ککرک ابا، متون بابا، د تڼیو ادماما، وضو ګل ابا او همدارنګه یو شمیر میله ځایونو،د پروژې باغ غونډیو، د غرونو لمنو. میلمه کوټ او فارم باغونو ته ولاړل او د دې دودیز او لرغوني جشن نمانځنه یې وکړه.


د خوست ځوانان او خلک دې دودیز جشن ته خوشاله ولر او هیله يې درلوده چې سږنی نوی کال به د ټاکنو له لارې یو داسې پراخ بنسټه ملي حومت رامنځته کړي چې د خلکو او هېواد د سعادت او پرمختګ لامل شي.

د ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسوول مبارزمحمد ځدراڼ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په سږني نوروز کې د خلکو دې پراخه ګډون او خوشالي دا په ډاګه کوي، چې هغه تبلیغات اساس نه لري، چې وايي ۲۰۱۴ کال کې به ناامنۍ ډېرې شي او یا به د نظام د لاسه، ترلاسه شوې لاسته راوړنې ووځي.

ځدراڼ زیاتوي، په خوست کې د راتلونکو رڼو ټاکنو ته ټولې لازمې تیاریانې نیول شوي او امنیتي ادارې هم شپه او ورځ په دې هڅه کې دي چې د خلکو د خوښیو د جشنونو او ملي بهیرونو امنیت خوندي وساتي.

د خوست په بیلابیلو میله ځایونو کې د خوست یو شمیر اوسیدونکو هم د نوي کال په ویاړ خپل احساسات او نظرونه له مشال راډیو سره شریک کړل:

د خوست یو ځوان شاعر رحیم سکندر په ځانګړي ډول شاعرانو ته دنوي کال مبارکي وايي او خپل دوه بیتونه پدې توګه خپلو مینه والو ته وړاندې کوي:

((ګل درپسې وټوکیدل پل دې بختور شولو،،،، ما هم د سپرلي په موسم ښکل کړلې ښاغلی شوم ،،،تش دومره دې ویلي وای، چې کال راباندې برشولو،،،زه دې سکندر په مطلب سرته رسیدلی شوم .))

د اسلم هڅاند په نوم د خوست دمرکز د اړوند سیمې یو اوسیدونکی هم د نوي کال په مناسبت د مبارکیو د وړاندې کولو ترڅنګ هیله څرګندوي، چې دا کال به تر پایه د امنیت فضاء ولري.

د یادونې وړ ده چې سږنۍ نوروزي جشن داسې مهال خلکو په خوښیو لمانځه، چې دوی تر ډیره د امن او ارامۍ احساس کاوه او غوښتنه يې کوله چې حکومت باید د دې ستر دودیز جشن د پرتمېنې نمانځنې له پاره ځانګړي پروګرامونه ولري، تر څو د افغانانو ټول نسلونه تر پایه دا ورځ په برم، پرتم او خوشالیو ونمانځي.
XS
SM
MD
LG