د لاسرسي ځای

تازه خبر

لودين: کاميابه ټاکنو وښوده چې د هيواد دښمنان به هيڅکله کامياب نه شي


د ننګرهار والي عطاالله لودين (په منځ کې)
د ننګرهار والي عطاالله لودين (په منځ کې)
د افغانستان د ننګرهار والي پرون ماښام په يوه خبري کنفرانس کې خوښي څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د امن فضا کې تر سره شوې.

د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين د شنبې پر ماښام جلال اباد کې وويل چې امنيتي ادارو ثابته کړه چې د هر قسمه ګواښونو مخه نيولی شي.

هغه زياته کړه: ((زه د خپلو ټولو امنيتي قوتونو نه، ډيره مننه کوم چې ډاډمن امنيت يې برابر کړی و او دا چې زموږ ننګرهاريانو ښځو او نرو په انتخاباتو کې برخه واخيستله. زه له خپلو ولسونو په دې هم منندوی يم چې سره د ټولو هغو ګواښونو او خنډونو چې دښمنانو يې دعوې کولې، خلکو په رايه اچونه کې برخه واخيسته. الحمد لالله کومه بدامني پيښه نه شوه او خلکو په ډاډه زړه د خپلې خوښې کانديد ته رايې ورکړي.))

د خبرې غونډې پرمهال د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد او د استخباراتو مشر جنرال ګل نبي وردګ هم پکې ګډون درلود.

دننګرهار والي يو ځل بيا په وسله والو مخالفينو غږ وکړ ، چې د سولې پروسې سره يوځای شي او خپل هيواد جوړ کړي. هغه زياته کړه. ((باثباته افغانستان يوازې د افغانانو په ګټه نه بلکې د ګاونډيو په ګټه دی، د نړيوالې ټولنې او د ټولو خلکو په ګټه دی. زه يو ځل بیا مخالفو وسله والو ته بلنه ورکوم چې د روغې جوړې لار خپله کړئ، د مذاکراتو لار ونيسئ. هغه اهداف چې د افغانستان دښمنان يې غواړي په هيڅ صورت به دوی هغې ته ونه رسيږي. نه به کوم ولايت سقوط کړي، نه به کومه ولسوالي ونيسي او نه به هغه نظام له منځه يوسي چې د خلکو ملاتړ ورسره دی او خصوصاٌ د انتخاباتو په نتیجه کې منځته راغلی.))

که څه هم په ننګرهار کې پرون د انتخاباتو په ورځ کومه لويه د بدامنۍ پيښه ونه شوه خو په ځينو ولسواليو کې په ټاکنيزو مرکزونو وسله وال بريدونه شوي وو چې د دې ولايت د امنيې قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد په وينا دا يو بريد يې هم کاميابۍ ته نه دی پريښی.


هغه خبريالانو ته وويل: ((په ځینو ولسواليوو لکه پچيراګام، شيرزاد او اچين کې دښمن ډير کوشش وکړ چې حملې تر سره کړي خو د امنيتي ځواکونو په برياوو سره هغه پر شا وتمبول شوې. په هيڅ مرکز باندې داسې خاص حمله نه وه چې خلک د جنګ له وجې انتخابات ودروي. دا نن هم د پچيراګام ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال ووژل شول، دوه تنه يې ټپيان شول او نور يې وتښتيدل.))
XS
SM
MD
LG