د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ظاهر کاسي نوم له طالبانو راخوشې کولو لیسټ کې غواړو'


ارباب ظاهر کاسی
ارباب ظاهر کاسی

په دې خبري غونډه کې چې د بلوچستان د ټولو سیاسي ګوندونو غړيو ګډون درلود، ټولو په خپل وار سره سم بیا هم له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې د کاسي نوم دي ژر تر ژره په دې لیسټ کې واچول شي.

د ارباب کاسي نوم لا هم له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په لیسټ کې اچول شوی نه دی.
د بلوچستان ټولو مذهبي او سیاسي ګوندونو د دوشنبې پر غرمه په يوه خبري غونډه کې یو وار بیا له پاکستاني حکومته خواست کړی، چې له کوټې د تښتوول شوي سياستوال ارباب عبدالظاهر کاسي نوم دې په هغه لیسټ کې ولیکل شي، چې له طالبانو سره د بندیانو په تبادله به راخوشي کېږي.


د صوبې شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو تردې وړاندې هم په يوه خبري غونډه کې همدا غوښتنه کړې وه، خو وايي، تر اوسه يې دا غوښتنه منل شوې نه ده. د عوامي نېشنل ګوند صوبې جنرل سیکرېټري رشيد ناصر په دې خبري غونډه کې وویل:

؛ ستم ظریفي دا ده چې د بلوچستان د ټولو سیاسي ګوندونو تر خواست وروسته هم تر اوسه پورې د پاکستان مرکزي حکومت له وسله والو طالبانو سره د بنديانو د تبادلې په لیسټ کې د ارباب ظاهر کاسي نوم تر ننه پورې اچول شوی نه دی؛.

په دې خبري غونډه کې چې د بلوچستان د ټولو سیاسي ګوندونو غړيو ګډون درلود، ټولو په خپل وار سره سم بیا هم له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې د کاسي نوم دي ژر تر ژره په دې لیسټ کې واچول شي. د پاکستان مسلم لیګ ن په نمايندګۍ د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر میرسرفراز بګټي په دې خبري غونډه کې وویل، دوی ته هغه لامل لا هم مالوم نه دی، چې ولې لا هم د ارباب عبدالظاهر کاسي نوم د قيديانو د تبادلې په لیسټ کې نه لیکل کېږي.

؛موږ ته دغه وجې مالومې نه دي، چې له کبله يې د ارباب کاسي نوم ولې په دې لیسټ کې نه اچول کېږي. ځکه خو موږ ټول يو واري بیا رايو ځای شوي يو، او له مرکزي حکومته او له مذاکراتي کمېټيو دا خواست کوو، چې د ارباب ظاهر کاسي نوم دي په دې لیسټ کې ولیکل شي؛.
په دې وروستيو کې پاکستاني حکومت له پاکستاني وسله والو طالبانو سره د خبرو لړۍ پېل کړې، چې د ځينو سیاستوالو په خبره په دې لړ کې د پاکستان او وسله والو طالبانو تر منځ به د بنديانو تبادلې کېږي، چې د بلوچستان ټول سیاسي ګوندونه خواست کوي، په دې تبادله کې دي تښتوول شوي سیاستوال ارباب عبدالظاهر کاسی هم راخوشی کړل شي.

بايد وویل شي چې د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال او په کوټه کې د کاسي ټبر مشر ارباب عبدالظاهر کاسی د ۲۰۱۳ م عیسوي کال د اکتوبر د مياشتې په ۲۳مه نېټه د کوټې له پټېل سړک څخه نامالومه وسله والو تښتوولی وو، چې تر اوسه يې د تښتوولو مسوولیت کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. خو ځيني سرچينې وايي، د کاسي د تښتوولو تر شا وسله وال طالبان کېدلای شي.
XS
SM
MD
LG