د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند ټولټاکنې مهم پړاو ته ننوتلې


هند کې د رای اچولو لپاره ښځې په لیکې کې ولاړې دي
هند کې د رای اچولو لپاره ښځې په لیکې کې ولاړې دي

په نننیو (د اپرېل لسمه) انتخاباتو کې واکمن کانګرس ګوند په ۱۴ ایالتونو کې پر ۹۱ څوکیو له بارتیه جنتا ګوند سره د سیالۍ په میدان کې دی.

په نننیو (د اپرېل لسمه) انتخاباتو کې واکمن کانګرس ګوند په ۱۴ ایالتونو کې پر ۹۱ څوکیو له بارتیه جنتا ګوند سره د سیالۍ په میدان کې دی.


د انتخاباتو په دې مرحله کې د هند مرکز ډیلي په ګډون په مهمو ایالتونو یا ریاستونو کې اتر پردېش، کېرالا، مهاراشټرا او اړیسه شامل دي.

په نهو مرحلو مشتمل هندي انتخابات د دوشنبې یا ګل پر ورځ پیل شول چې د مې پر ۱۲مه به پای ته رسي. د رایو شمېر او پایلو (یا نتایجو) اعلان به د مې میاشتې پر ۱۶مه کېږي.

د انتخاباتو پر مهال د هند په مشرقي ایالت (یا ریاست) بهار کې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې دوه پوځیان وژلي او درې یې ژوبل کړي دي. چاودنه د ووټونو ورکولو عمل تر پیل مخکې وشوه خو وروسته بیا دا عمل بې له ځنډه روان وو.

په انتخاباتو کې د بارتیه جنتا ګوند مشر نرېندرا مودي نومېږي چې د شنونکو په وینا دا ځل د وزیراعظمۍ لپاره ډېرې هلې ځلې کوي.

بارتیه جنتا ګوند له ولس سره د ښې حکومتدارۍ، صنعتي پرمختګ او د کاري موقعو پیدا کولو وعده کړې ده.

بارتیه جنتا ګوند هندوپاله ګوند دی چې له کبله یې په هند کې مسلمانان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

د اتر پردېش ایالت (ریاست) په مظفر نګر کې د همدې ګوند یوه مشر منوج بالین وايي، دی غواړي چې نرېندرا مودي وزیراعظم شي.

ده رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ((که مودي وزیراعظم شو نو مسلمانان به سمدستي فشار محسوس کړي خو غږ به پورته نه کړي.))

نن ګڼ کسان په اترپردېش کې د ووټ ورکولو لپاره ورغلي دي. دا هغه ایالت دی چې پارلېمان ته تر ټولو زیات غړي (یا وکیلان) استوي.

په دې ایالت کې ۱۶ میلیونه کسان د رایې ورکولو لپاره رجسټر شوي دي او ۱۰ انتخاباتي حلقې (یا حوزې) لري.

د سېپټېمبر په میاشت کې د اترپردېش په مظفر نګر کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ په تاوتریخوالي کې ۶۵ کسان وژل شوي او ۵۱۰۰۰ بې کوره شوي ول چې پکې زیاتره مسلمانان ول.

په ډیلي کې نن سهار د ښوونځیو مخې ته خلک رایې ورکولو لپاره ورغونډ شول. په سکولونو کې د رایې ورکونې مراکز دي. په دې ښار کې عام ادمي ګوند، واکمن کانګرس او بارتیه جنتا ګوندونه ننګولي دي. عام ادمي ګوند تېر کال په سیمه ییزو انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې رایې اخیستې وې.

واکمن کانګرس ګوند له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې په واک کې دی چې وزیراعظم یې ډاکتر منموهن سېنګ دی. د دې ګوند مشري پخوا سونیاګاندي کوله خو دا ځل یې مشر راهول ګاندي دی.

په هند کې د پارلېمان قامي اسمبلي یا ولسي جرګه ۵۴۳ انتخاباتي څوکۍ لري. هر ګوند یا اېتلاف چې غواړي حکومت جوړ کړي باید ۲۷۲ څوکۍ ترلاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG