د لاسرسي ځای

تازه خبر

راتلونکې افغان حکومت کې د حامد کرزي رول


ولسمشر کرزی یو داسې څېره ده چې په پښتنو کې ډېر اثر لري او د دې تر څنګ د هيواد له تاجکو او هزاره و سره هم ټينګې اړيکې لري. دی اوس هم په هيواد کې د پام وړ ځواک لري.

د مشال راډيو خبري مرکز لیکي، له نژدې ديارلسو کلونو وروسته به حامد کرزی بالاخره د ولسمشرۍ واک راتلونکې ولسمشر ته سپاري. خو له واک سپارلو وروسته به هم نوموړی یو اغېزمن رول ولري. ځکه چې د ولسمشرۍ لپاره درې واړه مخکښو نوماندانو ويلي دي، که یې وګټي نو ولسمشر کرزي ته به د مشاور په توګه په خپل دولت کې ځای ورکړي.


ولسمشر کرزی د افغانستان د اساسي قانون له مخې نشي کولی چې د درېيم ځل لپاره ولسمشر شي خو دا هم پټه خبره نه ده چې دی غواړي له دې وروسته چې نوی ولسمشر وټاکل شي، د هېواد په چارو کې مرکزي رول ولوبوي. څېړونکي وايي چې ولسمشر کرزی په پټه د همدې لپاره چې په راتلونکي دولت کې اثر ولري، کار کړی دی.


اشرف غني له اسوشيېټډ پريس سره په يوه مرکه کې ويلي دي چې که دی ولسمشر شي نو جمهور ريس کرزي ته به د مشاورۍ دنده ورکړي. د انتخاباتو لومړی پړاو د اپرېل پر پنځمه تر سره شو او که ضرورت پېښ شي، دوهم پړاو به د مې په مياشت کې وي.

زلمی رسول او عبدالله عبدالله يې هم مني


زلمي رسول د ګارډين خبري رسنۍ ته تېره مياشت ويلي ول چې حامد کرزی به خپل رول لوبوي ولې چې ده د يو ځوان سياستوال په توګه د افغانستان په تاريخ کې ونډه درلودلې ده او هغه اوس هم ډېر ملاتړ لري.

حتی د ولسمشر کرزي پخواني سياسي مخالف عبدالله عبدالله جمهور ريس ستايلی دی چې دی اراده لري راتلونکي ولسمشر ته په ښه توګه واک وسپاري چې دا به په هيواد کې د لومړي ځل لپاره په ډيموکراتيکه توګه واک سپارنه وي.

په کابل کې د سياسي چارو څېړونکی زبېر شفيقي وايي چې کيدای شي نوی ولسمشر په راتلونکې کې له حامد کرزي د يو مرکزي رول څخه د خطر احساس وکړي خو پخوانی ولسمشر ډېر ګټور ثابتېدلی شي. هغه ازادي راډيو ته وويل:

ولسمشر کرزی یو داسې څېره ده چې په پښتنو کې ډېر اثر لري او د دې تر څنګ د هيواد له تاجکو او هزاره و سره هم ټينګې اړيکې لري. دی اوس هم په هيواد کې د پام وړ ځواک لري.


حامد کرزی د لومړي وزير په توګه


ډېر څارونکي وايي چې ولسمشر په پټه هلې ځلې کولې چې په راتلونکې دولت کې ځان ته ځای وټاکي. په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي په ښکاره د کوم کاندېد ملاتړ نه دی کړئ، داسې څرګندونې شوې وې چې ده د پخواني مشاور زلمي رسول ملاتړ کاوه.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډيو ته وويل چې کيدای شي دا خبره د واشنګټن خوښه شي چې کرزی دې د راتلونکي ولسمشر مشاور وګومارل شي.

زه فکر نه کوم چې د واشنګټن او ولسمشر خپلمنځي اختلافات کوم ستراتيژيکي بنسټ لري. واشنګټن به اصلاً خوشاله شي چې ولسمشر کرزی له نوي ولسمشر سره کار وکړي. نوی ولسمشر به وکولی شي چې د کرزي له تجربو ګټه واخلي.

که په دې دريو مخ کښو کانديدانو کې څوک پر خپله خبره دريږي او که نه، د ولسمشر کرزي واک ته نيږدېوالی ډېر امکان لري.

راپور: ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG