د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د چنار کلنۍ مشاعره وشوه


د پنجشنبې پر ورځ خوست کې د هر کال په شان یو ځل بیا د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره د ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب د مینه والو په ګډون ترسره شوه.

د پنجشنبې پر ورځ خوست کې د هر کال په شان یو ځل بیا د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره د ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب د مینه والو په ګډون ترسره شوه.


نوموړې مشاعره چې د خوست په ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه، په کې تر زرو زیاتو کسانو برخه درلوده، د مشاعرې د سیمې دیوالونه د پښتو ژبې د یو شمېر شاعرانو په بیتونو او شعرونو مزین ګرځیدلي ول.

د چنار کلنۍ دودیزه مشاعره له اتو کالونو راهیسې په خوست کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې جوړیږي او د سیمې سوداګر او نور احساس لرونکي کسان ورسره په مالي برخه کې مرسته کوي.


د خوست په سږنۍ مشاعره کې ګڼو شاعرانو خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه، غزلې، نظمونه، هایکوګانې او بیتونه ولوستل، چې د حاضرینو د تاوده هرکلي سره مخامخ شول.
د مشاعرې په سر کې خوست والي عبدالجبار نعیمي پیلیزې خبرې وکړې او د شاعرانو او فرهنګیانو يې وغوښتل، چې په هېواد کې د سولې او امن له پاره دې د شعر او لیکنۍ له لارې کار وکړي:

((د همدې مشاعرې څخه، د همدغه ځایه څخه یو ځل بیا غواړم چې دا پیغام ورکړم، چې موږ او تاسو ټول ګډ کار د سولې او امن له پاره کوو، دا ګډ کار زموږ او ستاسو د مسلحو قواوو سره مرسته، دولت سره مرسته او هغه څوک چې همدا خوبونه ویني، چې څرنګه زموږ د تلاشونو نامبدي وکړي یا يې په مقابل کې توطیې او دسیسې وکړي، زه فکر کوم هغوی به دا ارمان ځانونو سره قبر ته یوسي، زموږ کوښښونه، هلې ځلې او قربانۍ دا هېڅ وخت او هېڅ وخت عبث نه ځي.))


وروسته مشاعره پیل شوه، چې تر پایه شاعران د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخامخ شول، په دې مشاعره کې د مینې او وطني حماسې په زړه پورې شعرونه ولوستل شول.
ساجد بهار او مطیع الله تراب همدا ډول شعرونه درلودل:

((دا څه موده کیږي، هغه راسره نه غږیږي
خدایه د خپل وجود حصه راسره نه غږیږي
پریږده په عشق کې دې تر دې حده بدنام شم اشنا
چې شاوخوا هېڅ همسایه راسره نه غږیږي
زه د یوه سړي غم دومره راټول کړی یمه
ته وا چې ټوله زمانه راسره نه غږیږي.))



مطیع الله تراب:

((زما پښتون ارمان لکه لوټ شوی جنګلک دی
کابله! زما به هم داسې داستان وي لکه ته
هجره به وي، یاران به وي، خو زه به په کې نه وم
تک شین به تمام افغانستان وي لکه ته.))


د چنار د سږنۍ مشاعرې یوه ځانګړنه دا وه، چې نجونو شاعرانو هم په کې خپل او د نورو شاعرانو شعرونه او غزلونه ولوستل، د دوی له منځه شکیلا یعقوبي د خپل شعر تر څنګ یو انتخابي شعر هم حاضرینو ته وړاندې کړ:


((راپسې واړه زیږه کړه، ټول باڼه راته کاږه کړه
یو لیمه راته خواږه کړه، چې ورګډ شم په لښکرو
دا په وینو لته پته، د ستار په تار مې ګوته
ما دنیا له ورکړه لته، سیل کې ولاړم د کوترو
په کاروان کې ځم د ژڼو، یو څو تاره را د سڼو
څانګې ماتې د کرکڼو، د مماڼو د ګورګورو.))


ملګرو هېڅوک محبت نه کوي
په مشاعره کې یو شمېر شاعرانو طنزیه شعرونه ولوستل، چې په دې سره چنار مشاعره لا رنګینه او د شور او ځوږ له څپو ډکه شوه، طنزیه شاعر جهانزیب جوهر:


((د دې ژوندون، نه خو مرګۍ سهي دی
چې په دې ګران وطن کې امن راځي
جوهره څه خبر یو، خدای سهي دی
مورې دمو پسې يې مه ګرځوئ
جوهر همداسې لیونی سهي دی.))


د چنار مشاعرې په منځ، منځ کې یو شمېر کسانو ځني شعرونه د ترنم په انداز وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له پاره ډېر په زړه پورې ول، لاهور عابد په همدې توګه د زاهدشاه انګار یو شعر په ترنم وړاندې کړ:


((په اوربلونو کې به ځان وګورې
لکه انګار به دې پالي، ګلابه
زما د زړه د باغ مالي ګلابه
هر مازدیګر د پسرلي ګلابه.))

د یادونې وړ ده د خوست په شان دا مهال د افغانستان په ګڼو پښتون میشتو سیمو کې کلنۍ مشاعرې څه له پخوا نه او څه هم اوسمهال په دودیدو دي، چې خلک په کې په پراخه کچه برخه اخلي، خو کتونکي په دې اند دي، چې کلنیو مشاعرو کې باید د فکر او نظر ازادي موجوده وي، او شاعران د دې حق ولري، چې په ازادانه توګه په خپلو شعرونو کې د ټولنې حالت منعکس کړي.
XS
SM
MD
LG