د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا سکرټریټ پر قبایلو مرستې وویشلې


فاټا سکرټریټ د کرمې په ځینو کورنیو دڅلور کروړه روپیو مرستې ویشلي دي. د مرستو د ویشلو لپاره په صده کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې ورکې د منځنۍ ، کوزې او برې کرمې ایجنسۍ په متاثرینو چیکونه وویشل شول.

د مرستو د ویشلو د ادارې یو چارواکي حشمت علي مشال راډیو ته وویل چې دغه مرستې د درې څلویښتو وژلو شویو او د اته اویا ژوبلو کورنیو ترمنځ وویشل شوې. دامرستې د ملکي او حکومتي وژلو او ژوبل شویو کسانو په کورنیو ویشل شوي.

د حشمت علي په وینا د هرحکومتي وژل شوي کس په سر یې کورنۍ ته دیرش لکه او د هر حکومتي ژوبل شوي کس په بدل کې يې کورنۍ ته یو نیم لک روپۍ ورکړل شوي دي. خو د ولسي وژلو شویو او ژوبل شویو کورنیو سره د مرستو کچه ټیټه ده، دهر وژل شوي ملکي کس کورنۍ ته درې لکه او ژوبل شوي کس کورنۍ ته پنځوس زره روپۍ معاوضه ورکړل شوې ده.

د شاه دولت خیلو سرفراز حسین وايي چې پلار يې مړ شو نو ورسره يې د کور مالی حالات هم متاثره شول ،چې له امله یې د دوی تعلیمي هلو ځلو ته سخت زیان ورسېدو او زیاتوي چې دغه مرستې که هر څه د دوی پلار د ژوند بدل نشی کېداې خو په ستونزو کې به يې کمی راشي.

د ګل جانې په نوم یوې میرمنې چې دیارلس لکه روپۍ یې تر لاسه کړې وې د حکومت نه یې په دې مرستې مننه کوله.

خو بل پلو په سیمه کې د فرقه ایزو شخړو په ترڅ کې د اغیزمنو شویو کورنیو غړي وايي دوی سره حکومت هیڅ ډول مرسته نه ده کړې. د سرکاري شمیرو ترمخه په کرمه ایجنسۍ کې د فرقه ایزو شخړو په ترڅ کې تراوسه شاوخوا دولس سوه کسان وژل شوي او اتلس سوو پورې نور کسان ژوبل شوي هم دي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG