د لاسرسي ځای

تازه خبر

“روس دې خپل ملاتړي د اوکراین له دولتي ودانیو وباسي”


سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر باراک اوباما د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره په ټیلیفوني خبرو کې په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکیو سره په روسي مرستو اندیښنه څرګنده کړې.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر باراک اوباما د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره په ټیلیفوني خبرو کې په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکیو سره په روسي مرستو اندیښنه څرګنده کړې.


د سپینې ماڼۍ ترمخه ولسمشر اوباما دا هم وویل، که چیرې د دوی دغه کارونه په اوکراین کې دوام ولري نو ماسکو به د دې نور قیمت ورکوي.

هغه په ولسمشر پوټين ټینګار وکړ، چې په پوځي ډلو دې فشار راوړي چې روسي پلوه ډلې د اوکراین په شرقي سیمو کې له هغه ودانیو په ویستلو راضي کړي، چې نیولې دي.

اوباما پوټین ته دا هم وویل، باید روس د دغه کړکیچ د کمولو لپاره د اوکراین له سرحدي سیمو خپل عسکر وباسي.

له دې وړاندې کرېملن ویلي ول، چې ولسمشر پوټین باراک اوباما ته دا وویل روس د اوکراین د شرقي سیمو په کړکیچ کې لاس نه لري.

د کرېملن تر مخه پوټین هغه دعوې هم رد کړې، ګنې روسي ایجنټان په مظاهرو کې لاس لري، او دغه مالومات یې بې بنیاده ګرځولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG