د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې زدهکوونکو د ماشومانو تعلیمي کمپاین پېل کړ


-- PSO Campaign finished in Quetta Baluchistan, 16Mar2013
-- PSO Campaign finished in Quetta Baluchistan, 16Mar2013

د کورمې زدهکوونکو سازمان (کورمه سټودنټس ارګنایزیشن) پر خلکو غږ کړی چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واچوي.

د کورمې زدهکوونکو سازمان (کورمه سټودنټس ارګنایزیشن) پر خلکو غږ کړی چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واچوي.


دوی د تېر ګل پر ورځ په ولس کې د تعلیم شعور عامولو په لړ کې کمپاین پېل کړی چې تر یوې اونۍ به دوام لري.

د کورمې سټودنټس ارګنایزیشن مرکزي مشر محمد سلیم خان مشال راډیو ته وویل چې دوی به کلي په کلي او کور په کور ځي او له خلکو به غوښتنه کوي چې خپل ماشومان سکولونو کې داخېل کړي.
د تنظیم مشر زیاتوي چې منځنۍ کورمه اېجنسۍ یې په لومړیتوب کې ده ځکه چې، هلته سکولونو ته ماشومانو د تلو شمېره د کوزې او بره کورمې ایجنسۍ په پرتله ډېره ټيټه ده.

د تنظیم یو غړی وحیدالله وايي، خپل مهم یې په داسې حال کې شروع کړی چې په سیمه کې د مختلیفو شخړو له امله تعلیمي هلو ځلو ته سخت زیان رسېدلی دی.

د تعلیم محکمې د ریکارډ ترمخه په کورمه ایجنسۍ کې د سرکاري سکولونو شمیره شاو خوا پنځه نیم سوه ده چې پکې تر اویاو پورې سکولونه د ترهګرۍ ښکار شوي دي.

په دې سکولونو کې تر پنځه اویا زرو زیات زدهکونکي په زدکړو بوخت دي، او وايي چې په دې کې تر څلرویشتو زرو پورې نجونه زدهکونکې دي.

د تنظیم یو بل غړی مجاهد خان وايي، چې په سیمه کې یې د مهم پېلولو لویه موخه دا ده، هغه نیمګړتیاوې په ګوته کول غواړي چې له لاسه یې په سیمه کې د تعلیمي وضع خرابه شوې ده.

کورمه سټودنټس ارګنايزیشن پروسږ کال( ۲۰۱۳) هم ورته تعلیمي کېمپېنونه چلولي ول چې د دوی په وینا د سیمې یو شمېر ماشومانو ته ترې تعلیمي ګټې رسېدلې دي.

دغه ډول تعلیمي کمپاین له تېءو څلورو کلونو راهیسې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزشن هم ترسره کوي چې د سازمان په خبره زرګونه ماشومان یې د تعلیمي کمپاین په مټ ښوونځيو ته داخیل کړي دي.
XS
SM
MD
LG