د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ملي پارک د جوړولو کار پیل شو


د دوشنبې پر ورځ ناوخته په خوست کې د مخدره توکو پر ضد وزارت له بودجې څخه د څه باندې شپیته میلونه افغانیو په لګښت د ملي پارک د جوړولو کار پیل شو.

د دوشنبې په ورځ ناوخته په خوست کې د مخدره توکو پر ضد وزارت له بودجې څخه د څه باندې شپیته میلونه افغانیو په لګښت د ملي پارک د جوړولو کار پیل شو، نوموړي وزارت خوست ته دا بودجه له دې کبله ورکړې ده، چې په یاد ولایت کې کوکنار نه کرل کیږي.


په خوست کې د افغانستان د نورو سیمو په شان د تفریحي پارکونو او د لوبو د میدانونو د کمښت ستونزه پر خپل ځای پاتې ده او خلک په وزګارو وختونو کې د تفریح له پاره مناسب پارکونه او سپورټ له پاره د لوبو لازم میدانونه نه لري، نو له همدې کبله د خوست خلک په ځانګړي ډول ځوان کهول په خپلو غوښتونو کې تل د تفریحي پارکونو او د لوبو د میدانونو د اړیتا یادونه کوي.

همدې اړتیاوو ته په کتو د خوست ښار د پروژې باغ په سیمه کې چې د ښار په مرکزي سیمو کې راځي، د یو نسبتاً پراخ او مجهرز پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه، په نوموړې وداني، چې څه باندې شپیته میلونه افغانۍ لګښت راځي ودانیزې چارې به يې د یو نیم کال په موده کې بشپړې شي.

د خوست چارواکي وايي، چې په دې تفریحي پارک کې یوازې د سپورټي لوبو پنځه مجهز میدانونه په پام کې دي او همدارنګه شنه ساحه هم په نظر کې نیول شوې، چې مراجعین به ورڅخه د تفریح له پاره کار اخلي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د یاد ملي پارک د ودانیزو چارو د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډيو ته وویل، چې پارک په اته څلوېښت جریبه ځمکه کې جوړیږي او د ځوانانو له پاره به د تفریح او سیاحت ښې اسانتیاوې ولري:

((دا په یو داسې ځای کې د تهداب ډبره اېښودل کیږي، چې د خوست اکثره ځوانان دې ته رسیده ګي کولای شي، په دې بروژه باندې شپیته میلونه درې لکه افغانۍ لګښت راځي، د مخدره موادو پر ضد وزارت چوکاټ کې هغه د GPI پروژې له لارې په مالي لحاظ تمویلیږي، په دې کې موږه سره خارجیان هم مرسته کوي. دغه پروژه به په بشپړ ډول د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړیږي، دغه ملي پارک په شاوخوا اته څلویښت جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې راچاپیره دیوال او احاطه به هم ولري، زه مطمین یم چې د دې پروژې په تطبیق سره به انشاالله زموږ د خوست د ځوانانو او لوبغاړو هغه مختلفې ستونزې چې يې درلودې هغه به حل شي.))

په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال وویل،چې دوی ته له اوه کالونو راهیسې هر کال د اړوند وزارت څخه ځکه یو میلیون ډالره د بیارغونې د کارونو له پاره ورکول کیږي، چې اصلاً په خوست کې د کوکنارو کرل صفر شوي دي.

د ده په خبره بیا هم په خپله د مخدره توکو استعمال هغه ټولنیز او صحي ستونزه ده، چې تر اوسه هم ورڅخه په زرګونو کسان کړیږي، خو د ده په خبره د پخوا په پرتله اوسمهال د معتادینو په شمېر کې جوت لږوالۍ راغلی دی:

((متاسفانه چې د نشه يي توکو استعمال پنځه کاله وړاندې د یوې سروې له مخې په خوست کې د ۳۷ زره په شاوخوا کې روږدي کسان موجود وو، د دې جملي نه په دې وروستیو کالونو او وختونو کې دا ګراف اوسمهال ۲۷ زرو ته راټیټ شوی دی.))

د یادونې وړ ده د مخدره توکو پر ضد وزارت او د GPI ادارې له خوا د همدې بودجې نه، پخوا هم په خوست کې یو شمېر ټولګټې پروژې پلي شوي دي، چې خلک يې ګټورې بولي او غوښتنه کوي، چې په ورته توګه باید په یاد ولایت کې نورې ټولګټې پروژې هم پلي شي.
XS
SM
MD
LG