د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې تر ایف سي آر قانون لاندې ۳۰ پښتانه قبایل ونیول شول


د کوکي خېل ټبر مشران وايي، چارواکو ته پکار ده چې ټول نیول شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړي او بې ګناه کسان دې ترې خوشې کړي.

د خېبر اېجنسۍ د جمرود ځایي خلک او مشران وایي، چې، په سیمه کې د ناامنۍ پیښو له رامنځته کېدو پس خاصه دارو او امنیتي ځواکونو د اېف سي آر ((فرنټيېر کرایمز رېګولېشن [سرحدي جنايي قانون] چې پکې تر اجتماعي ذمه وارۍ لاندې، د یوه کس د کړنو پر سره ټوله قبیله نیول کېږي او ځورل کېږي)) له مخې په تېره یوه اونۍ کې د بېلا بېلو پېښو په تور د کوکي خیلو خواوشا دېرش کسان نیول شوي دي. او لا هم نیول کېږي.

د کوکي خېل ټبر مشران وايي، چارواکو ته پکار ده چې ټول نیول شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړي او بې ګناه کسان دې ترې خوشې کړي.

د جمرود سیمې یو مشر اکرام الله جان مشال ریډیو ته وایي،((موږ په جمرود کې په علاقایي ذمه واریو کې د خلکو د نیولو غندنه کوو، د بې ګناه خلکو نیول یو غیر انساني فعل دی، حکومت ته پکار ده چې بې ګناه خلک او غریب خلک دې نه نیسي،او یوازې هغه تن ته دې سزا ورکوي چې په یوه پېښه کې ککړ وي))

اېډوکېټ تاج محل کوکي خیل وایي، (( په امریکا د ۱۱ سیپټمپر پېښو پس چې کله پاکستانۍ پوځ قبایلي سیمو ته داخل شو نو دلته علاقایي ذمه وارۍ زموږ له سره اوچتې شولې او اوس د امنیت ساتل د امنیتي ادارو کار دی، بله دا چې په اېف سي آر کې واضح اصلاحات شوي دي چې د یو کس پر سر به ټوله قبیله نه نیول کېږي خو دلته پولیټیکل چارواکي پر دې قانون عمل نه کوي، او اوس چې په جمرود کې کوم کسان نیول شوي دي باید ژر تر ژره پرېښودل شي))
په جمرود کې د اېف سي آر نومي قانون لاندې د ځایي خلکو د بې ځایه نیولو په باب د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ روشن خان مسود له مشال راډيو سره په خپلو څرګندونو کې وویل: ((دلته چې یو کس څه جرم وکړي نو د هغه پر سر یې یوازې د کورنۍ غړي نیسو خو که ټول قام یو جرم یا غفلت کوي نو بیا خو مجبوره یو چې ټول راونیسو، او بله دا چې دا کوم اصلاحات شوي دي، دغه د یو مجرم لپاره دي، نور دلته چې د رواج مطابق کومې ذمه وارۍ دي او د دې په بدل کې دغه قبیلې کوم مراعات اخلي نو دوی به څه نا څه ذمه وارۍ پوره کوي))

د خېبر ایجنسۍ د جمرود خلک وایي، چې په اېف سي آر کې شوي بدلونونه دې عملي کړل شي او د دوی بې ځایه نیول او ځورول دې ودرول شي.

یاده دې وی چې په دوه زره او یولسم کال کې د پاکستان پیپلز ګوند حکومت د قبایلي سیمو په اېف سی آر نظام کې ځینې اصلاحات کړي ول، په هغه کې دغه خبره هم شامله وه چې د یو ملزم پر به د هغه ټوله قبیله نه نیول کېږي، خو د خېبر قبایيی سیمې خلک وایي، چې دلته له هغو کړو اصلاحاتو سرغړونې روانې دي او اوس هم بې ځایه خلک ځورول کېږی او باید دغه ټول اصلاحات عملي کړل شي.
XS
SM
MD
LG