د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا، غزني او لوګر کې درې وسلوال نیول شوي


په سویل ختیز زون کې افغان ځواکونو په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د ظفر په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې څلور وسلوال وژلي او درې نور يې ژوندي نیولي.

په سویل ختیز زون کې د تندر قول اردو چارواکي، وايي چې د دوی اړوندو ځواکونو په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د ظفر په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې څلور وسلوال وژلي او درې نور يې ژوندي نیولي، چې په نیول شویو وسلوالو کې د طالبانو له خوا پکتیا ته نومول شوی والي هم شامل دی.


تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتیا ولایت اړوند د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو په عملیاتو کې درې وسلوال وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی، چې د طالبانو له خوا پکتیا ته نومول شوی والي دی.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن وسلوال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، همدارنګه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه وسلوال ژوندي نیول شوي دي.
نوموړې سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي:

((د افغان ځانګړو ځواکونو د لومړۍ پلی لوأ دوهم کنډک منسوبینو د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال مخالفین وژلي او د طالبانو له خوا د پکتیا ولایت له پاره نومول شوی والی یې هم نیولی دی، یو میل دهشکه، یو میل پیکا، دوه میله کلاشنکوفونه او دوه میله یوولس ډزي ټوپکونه یې په لاس راوړي دي.

همدا راز د تندرقول اردو د دریمې پلې لوأ پرسونل د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لړمي په سیمه کې ګډ عملیات ترسره کړي، په پایله کې یو تن وسله وال مخالف وژلی او دوه تنه یې ژوبل کړي دي، یو میل کلاشنکوف او یوه عرابه موټرسایکل یې په لاس راوړی دی.د دی ترڅنګ د تندر قول اردو د څلورمی پلی لوأ منسوبینو د لوګر ولایت د ازری ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه وسله وال مخالفین ژوندي نیولي دي.))
XS
SM
MD
LG