د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز، زرداري ملاقات: ایا په پاکستان کې جمهوریت پیاوړی شوی دی؟


د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف، د پیپلز ګوند مشر او له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره ولیدل

د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف، د پیپلز ګوند مشر او له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره ولیدل. په ملاقات کې دواړه مشران پر دې سره سلا شول چې په هېواد کې به د جمهوریت پر حاله ساتلو او جمهوري ارزښتونو ته د ودې ورکولو لپاره کار کوي.

په غونډه کې دواړو مشرانو وویل چې هېڅ ډول ناجمهوري قوتونو ته به د هېواد په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

شنونکي وايي، د دواړو مشرانو تر منځ ملاقات پر داسې وخت شوی دی چې د پاکستان پوځ او حکومت تر منځ پر ځینو موضوعاتو اختلافات دي. په دې کې د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف پر ضد له هېواد سره د غدارۍ د مقدمې موضوع تر ټولو مهمه ده.


له بلې خوا د دواړو مشرانو ملاقات په داسې حال کې هم شوی دی چې د تحفظ پاکستان قانون په اړه د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د جوړ حکومت او پیپلز ګوند تر منځ سخت اختلافات دي.

پوښتنه دا ده چې د دواړو ګوندونو پر اختلافاتو سربېره د نواز شریف او اصف زرداري خبرې اترې ایا په پاکستان کې د سیاسي او جمهوري ارزښتونو د پیاوړیتوب مانا لري او که نه؟

د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې د سیاسیاتو استاد عزیز الله خان وايي، د پاکستان په سیاسي ګوندونو کې پوخوالی راغلی دی او مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند دا پیغام ورکول غواړي چې د جمهوریت پر حاله ساتلو لپاره به دوی له یو بل سره ولاړ وي:

((په تېرو ورځو کې د پاکستان وزیر دفاع او د [پوځ مشر] تر منځ سختې خبرې وشوې، د هغوی تر منځ [تریخوالی راغی] او پر رسنیو د دواړو له خوا سخت بیانات راغلل. نو په پاکستان کې بعضو حلقو دا محسوسه کړله چې جمهوریت ته خطره ده. نو د هغې خطرې پر ضد، دوی دا پیغام ورکول غواړي، چې که د سیاسي ګوندونو تر منځ هر څومره اختلافات وي، خو د جمهوریت لپاره به دوی له یو بل سره مرسته کوي، له یو بل سره به اتفاق کوي.))

د لاهور یونیورسټي اف مینېجمنټ ساینسز د سیاسیاتو استاد ډاکتر رسول بخش رییس د شریف او زرداري د ملاقات هر کلی کوي او وايي، له دې ښکاري چې اوس سیاسي ګوندونه، د ۸۰ او ۹۰ لسیزو په څېر د جمهوري حکومت کمزوري کولو هڅې نه کوي.

ده وویل، له دې سره به په پاکستان کې جمهوري ارزښتونه پیاوړي شي:

((موږ ولیدل چې تر دې حکومت مخکې چې د پیپلز ګوند او د هغوی د ملګرو حکومت وو نو پر هغوی له هرې خوا کافي فشار وو. خو د اپوزیشن لوی سیاسي ګوند مسلم لیګ (ن) ورسره یو شو او هغه ټولې منصوبې چې د ځینو کسانو په ذهن کې وې چې جمهوري حکومت به ړنګ کړي، ناکامه شوې. همدا راز موږ ګورو چې په ۱۹۸۰ او ۹۰ لسیزو کې چې په پاکستان کې د [سیاسي ګوندونو تر منځ] د اختلافاتو او شخړو سیاست وو، دا کار د هغې بالکل برعکس دی. دا د خوشالۍ خبره ده. او له دې سره به په پاکستان کې د جمهوري فرهنګ او جمهوري ټولنې جوړېدل ممکن شي.))

نو چې د شریف او زرداري ملاقات د جمهوري فرهنګ او ارزښتونو د پیاوړیتوب مانا لري نو ایا د دې مانا شوه چې د پاکستان پوځ به د هېواد په سیاسي چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او که نه؟

پوهاند ډاکتر رسول بخش رییس وايي، دا نشي ویلای چې پوځ به د دواړو ګوندونو له پیغامه اغېزمن شي او که نه:

((دا ویل به ګران وي چې ایا پوځ ته پیغام رسېږي او ایا پوځ له دې پیغامه متاثره کېږي او که نه. خو لږ تر لږه دا ده چې د ولس مخې ته، د رسنیو او ټولې نړۍ مخې ته د دوو لویو سیاسي ګوندونو تر منځ د جمهوریت په حق کې اتحاد او همغږي یو ښه زېری دی، یوه ښه نښه ده.))

خو استاد عزیز الله خان دا باور لري چې د پاکستان پوځ په ښکاره په سیاسي چارو کې د ګوتې وهلو په حالت کې نه دی خو بیا هم د هېواد په چارو کې واک غواړي:

((د پاکستان پوځ هم په دې حالت کې نه دی چې په جمهوریت یا په سیاست کې لاسوهنه وکړي. دوی په جوته لاسوهنه نشي کولای، دوی په دې حالت کې نه دي. خو دا ده چې [پوځ] اثر و رسوخ غواړي مطلب دوی چې هر څومره ممکنه وي، دوی واک غواړي. دوی دا نه غواړي کنټرول مکمل له لاسه ورکړي.))

شنونکي په دې اند دي چې د پاکستان پوځ ته نه یوازې سیاسي ګوندونو پیغام ورکړ بلکې تر دې مخکې مدني ټولنې، رسنیۍ او عدلیه هم د هېواد په چارو کې د پوځ د لاسوهنې مخې ته خنډ شوي ول.


XS
SM
MD
LG