د لاسرسي ځای

تازه خبر

له نوي افغان حکومت سره به ګډ کار کوو. پاکستان


د پاکستان خارجه دفتر ويانده تسنيم اسلم
د پاکستان خارجه دفتر ويانده تسنيم اسلم

په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته د خارجه دفتر ويانده تسنيم اسلم وياندې هغه تاثر رد کړه چې ګنې په افغانستان کې ځینې خلک د پاکستان پر ضد دي.

د پاکستان خارجه دفتر ويانده تسنيم اسلم وايي، په افغانستان کې به هغه څوک حکومت جوړوي چې افغان ولس رایې ورکړې وي او په دغه لړ کې د پاکستان هېڅ کردار نشته، البته که هلته هر څوک په واک کې راځي پاکستان به ورسره ښه اړيکې لرل وغواړي.


په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته وياندې هغه تاثر رد کړه چې ګنې په افغانستان کې ځینې خلک د پاکستان پر ضد دي. د دې په خبره پاکستان له ډلو او خاص خلکو سره نه بلکې له ملکونو سره تعلقات ساتي او داسې هېڅ قسمه څه خبره نشته چې په افغانستان کې یو څوک د پاکستان ضد احساسات لري.

د پاکستان او افغانستان تر منځ پر پوله د امنیت په باب دې یوې پوښتنې په کې وياندې تسنیم اسلم وویل، چې په دغه لړ کې پاکستان پوره پوره کوښښ کوي او د پولې نظم او امنیت ساتلو لپاره یې تر دولس سوو زياتې چوکۍ جوړې کړېدي خو دا يواځې د پاکستان کار نه دی بلکې پکار ده چې په دې لړ کې افغان حکومت، ناټو او ایساف هم خپل کردار تر سره کړي.

تسنيم اسلم زياته کړه چې پرامنه او باثباته افغانستان خپله د پاکستان په ګټه دی چې ورسره به دواړه ملکونه خپلمنځي تجارت او پروژې هم مخ پر وړاندې بيايي او ورسره ورسره به پاکستان کولای شي چې له منځنۍ اسيا سره هم تجارت وکړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د وياندې وينا وه دا يواځې د پاکستان مسله نه ده بلکې د نړۍ هغه ملکونو کې هم د بشري حقونو خيال نه ساتل کېږي چې لویې لویې دعوې کوي خو پاکستان کله هم پر بل یوه ملک په دې اړه نيوکې نه دي کړي.

نړيوالې ټولنې ته پکار ده چې په پاکستان د نیوکو پر ځای په شريکه سره په نړيوال کچه د بشري حقونو د تحفظ لپاره اقدامات وکړي.

راپور: رياض موسه خېل
اسلام آباد
XS
SM
MD
LG