د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کروندې مو روانې شوې مرستې نشته'


په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې د علي شېرزو سیمې د خلکو ژوند په کرکروندې ولاړ دی خو خپلو کورونو ته له ستنېدو وروسته د سیمې خلک واييو دومره وس نه لري چې خپل پټي اباد کړي.

په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې د علي شېرزو سیمې د خلکو ژوند په کرکروندې ولاړ دی خو خپلو کورونو ته له ستنېدو وروسته د سیمې خلک واييو دومره وس نه لري چې خپل پټي اباد کړي.


د دوی په خبره، په سیمه کې د وسله والو طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو پېلېدو وروسته دوی ډک کورونه او پټي پرېښودي ول چې اوس ړنګ او خراب شوي دي او له کاره لوېدلي دي.

د سیمې وحیدالله مشال ریډیو ته وویل چې زیاتره خلک نېستمن دي او نشي کولای چې په خپلو پټیو کرهڼه وکړي:

"موږ ته د تخم او د سرو ضرورت دی او له دې علاوه زموږ پټي د سختو بارانونو له امله ډېر خراب شوي دي نو د دې جوړولو لپاره موږ ته د ټریکټرو ضورورت دی خو له موږ سره دومره پیسې نشته چې ډیزل واخلو. موږ د خپل ژوند یو ځلي بیا شروع کولو لپاره مرستو ته اړ یو"

له سدې (صدې) ښاره شاو خوا څلور کلو میټره لیرې ختیځ پلو د علي شېرزو حدود له تیندو سیمې پېلېږي چې په کې پر زرګونو ایکړه ځمکه تر ډېره غنم، جوار، کُرخه، مې، وریژې او یو شمېر نور فصلونه کرل کېږي خو د سیمې مجاهد خان وايي چې له اپریشن وروسته دغو ځمکو ته اوس سخت زیان رسېدلی دی:

"پټي دومره خراب شوي دي چې د فصل کرلو نه دي او زه خو دا وایمه چې د یو پټي دومره پته نه لګېږي چې دا د چا دی ځکه چې د یوه پټي له بل سره پولې ورانې شوې دي. دغه پټې به خلکو ساتلو خو څلور کاله وشول چې په دې کې کر کروندې نه دي شوي نو دغه پټي اوس د دښتو غوندې لګېږي"

ځايي مشر حاجی سلیم خان اورکزي د مشال ریډیو له لارې له حکومته غوښتنه کوي چې د سیمې خلکو سره په دې لړ کې داسې مرسته دې وشی چې دوی په خپلو پښو ودرېږي:

"څلور کاله د دوی ځمکې وچې دښتې وې او په دې کې ځنګلي بوټي راختلي دي نو اوس دغه ځمکې له کار لوېدلې دي. دغه خلک په ډېر بد حال کې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د دغو خلکو ګزاره په یوه بورۍ اوړو، بوره او په غواړو باندې نه کېږي، نو پکار ده چې ممکن حده پورې دغه خلکو سره دې مرسته وشي ځکه چې دوی کورونه هم ړنګ دي او پټي يې هم ټول خراب شوي دي."

په سیمه کې د قدراتي افتونو سره د مبارزې ادارې مشر مجاهد علي وايي چې حکومت په دې لړ کې د سیمې خلکو سره د مرستې کولو اراده لري:

"د اوړي فصلونو کرلو وخت تېر شو خو د مني لپاره مو خپل یو ټیم روان کړی دی چې هغه به دوی ته مختلیف تخمونه او سرې ورکوي چې ورسره د دوی ژوند یو ځلې بیا روان شي."

اورکزو ایجنسی سره پر پوله په علي شېرزو سیمه کې د وسله والو طالبانو خلاف د پوځي اپریشن شروع کېدو وروسته د سیمې خلکو په ۲۰۰۹ کال کې خپل کورونه پرې اېيښي ول.
د چارواکو په خبره، په سیمه کې د کامیابو پوځي عملیاتو وروسته د پیتاوي علي شیرزو شاو خوا پنځوسو علاقو ته د دې میاشت په نهمه نیټه تر څلور زره پورې کورنۍ ستنې شوې دي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG