د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: مضبوط جمهوریت او امن د پاکستان لپاره ډېر مهم دي


نواز شریف له جنرال راشید محمود سره
نواز شریف له جنرال راشید محمود سره

د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ویلي دي چې د جمهوریت له مضبوطولو او ترهګرۍ ختمولو پرته د ملک دفاع ناممکنه ده.

اسلام اباد / پراګ: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ویلي دي چې د جمهوریت له مضبوطولو او ترهګرۍ ختمولو پرته د ملک دفاع ناممکنه ده.

نوازشریف دا څرګندونې د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ايبټ اباد کې په کاکول پوځي اکېډمۍ کې د فارغه شوو ځوانانو غونډې - پاسنګ پرېډ کلنۍ دستورې - ته په خپله وينا کې کړې دي.

وزيراعظم نواز شريف ویلي چې ً حکومت به د ملک د دفاع لپاره پوځ ته ټول ممکنه وسايل ورکړي. پوځي پېشه له پوځه د ځانګړې قربانۍ او وفادارۍ تقاضه کويً.

نواز شريف زياته کړې چې د پاکستان د قومي ګټو لپاره به دوی په ګډه کار کوي.

پاکستاني وزيراعظم نواز شریف دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې په دې وروستیو کې د دې ملک د حکومت او پوځ ترمنځ د اختلافاتو رپوټونه راغلي دي.

د سياسی چارو شنونکي وايي چې که څه هم د پاکستان سياسي اداري مضبوطي نه دي خو د جمهوريت د بقا لپاره يو دي.

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري مشال راډیو ته وویل چې د حکومت او پوځ له خوا یوازې په بیانونو کار نه کېږي بلکې هغوی دي هغه مسلې هوارې کړي پر کوم چې د دوی یو له بل سره اختلاف دی.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG