د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریال حامد میر څنګه او د چا لخوا په نخښه شو ، حکومت څه کوي ؟


د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د يو شخصي ټيليويژن پر خبريال حامد مير د بريد او د هغه د زخمي کېدو وروسته د لوړ پوړو چارواکو يوه غونډه رابللي چې د چارواکو په خبره به پکې د خبريالانو د تحفظ په اړه خبرې کيږي. همدارنګه د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې خبریالانو ددې پېښې پرضد مظاهرې کړي او د حکومت نه یې د خبریالانو د ژوند د خوندي ساتلو غوښتنه کړې ده.

حامد میر چې د خالي په ماښام د کراچۍ په فیصل سړک په وسله وال برید کې ژوبل شوی و، د ډاکټرانو په وینا اپریشن یې کامیاب شو یدی . ډاکټران وایي حامدمیر په خیټه او ورانه درې ډزه لګیدلې دی او د اپریشن په مهال د هغه له وجود څخه دوه مرمۍ راویستل شوي دي . د اپریشن ورسته تېره شپه د ژوبل شوي خبریال حامد میر یو ملګري او همکار عامر لیاقت حسین په روغتون کې خبري غونډې ته وویل د دوه نیمو ګینټو له سخت اپریشن نه روسته د حامد میر ژوند له خطرې څخه بهر دی.

(( د حامدمیر اپریشن کامیاب شوی دی ، دا ډېر ګران اپریشن و . د اپریشن نه وروسته مونږ په خوشالۍ سره وایو چې حامدمیر صېب اوس مخ په ښه کیدو دی.))

د جیونیوز ټي وي د کیپټل ټاک په نامه د خپرونې کوربه حامد میر د اسلام اباد نه کراچۍ ته د خالي په ماښام رسیدلی و، هغه د کراچۍ له هوایي اډې څخه خپل دفتر ته په لار و چې د هوایي میدان سره نږدې نامالومه وسله والو په هغه ډزې وکړې .

د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات مشال ریډیو ته ویلي ،وسله والو د حامد میر په ګاړي نهه ډزې کړي دي چې پکې درې په هغه لګیدلي دي ، د حملې په ښکار شوي ګاړي کې د حامد میر یو ساتونکی او ډرایور هم و، خو دې دواړو ته په یاده حمله کې زیان نه دې اوښتی .

د سیند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل مېمن تېره شپه ناوخته له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، د یادې پیښې د پلټنو لپاره دوی د لوړ پوړو امنیتي چارواکو ډله جوړه کړې ده :

((د سیند صوبې اعلا وزیر هم ددې پیښې نوټس اخیستی دی او د کراچۍ د پولیسو د مشر شاهد حیات په مشرۍ کې یې د پیښې د پلټنې لپاره کمیټي جوړه کړې ده . په حامد میر حمله مونږ د پاکستان په اولس حمله ګڼو او په دې موخه مونږ د سیند حکومت ټوله انتظامیه په کار اچولې او د وژونکو خاکې مو هم جوړې کړي ، ددې نه علاوه په دې کیس کې نور پرمختګ هم شوی دی چې د ځینو وجوهاتو له امله یې اوس رسنیو سره نشو شریکولی. ))

بل پلو د حملې د ښکار شوي خبریال حامد صحافي ورور عامر میر په حامد میر په ترسره شوې حمله کې د پاکستان استخباراتي اداره ایي ایس ایي تورنه بللې ده . د حملې روسته د جیو ټي وي سره په خبرو کې عامر میر ویل په ځینو موضوعاتو په سر ایي ایس ایي دده له ورور څخه خفه وه :

(( زما د ورور ژوند ته د ایي ایس ایي لخوا خطره د جنرل شجاع پاشه له وخته وه ، ددې وجه د رایې اختلاف،د بلوچستان او د پرویز مشرف په موضوع د حامد میر دریځ او ددې ترڅنګ په سیاست کې د فوج د کردار په اړه د هغه دریځ ایي ایس ایي ته خوښ نه و .))

هلته بیا د پاکستان د وسله والو پوځونو د عامه اړیکو څانګې ايي ایس پي ار په حامد میر ترسره شوې حمله په سختو ټکو غندلې ده . د یادې ادارې مشر عاصم باجوه د عامر میر لخوا دده په ورور په ترسره شوې حمله کې د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي د لاس لرلو تورونه رد کړي دي .

یاده دې وي چې ددې نه مخکې هم په کراچۍ کې د رسنیو په مرکزونو او خبریالانو حملې شوي دي . په دې ورستیو کې په کراچۍ کې د ایکسپریس میډیا ګروپ په دفتر او ګاړي ترسره شویو حملو ددغه چینل کارکونکو ته مرګ ژوبله اړولې وه ، ددغو حملو پړه وسله والو طالبانو منلې وه ، خو په حامد میر د ترسره شوې بیګانۍ حملې پړه ددې رپورټ تر جوړولو کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG