د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان د انتخاباتو کمیسون : پنځوس فیصده رایو کې ډاکټر عبدالله لومړی دی


د افغانستان د انتخاباتو کمیسون د اتوار په ورځ د انتخاباتو جزوي پایلې اعلان کړې. د انتخاباتو د کمیسون مشر یوسف نورستاني د پایلو د دوهم پړاو د اعلانولو پر مهال وویل : د نږدې پنځوس فیصده رایو د پایلو له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله څلور څلویښت اعشاریه څلور فیصده او اشرف غني احمدزي درې دیرش اعشاریه دوه فیصده رایې خپلې کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په نورو کاندیدانو کې زلمي رسول لس اعشاریه څلور فیصده او عبدالرب رسول سیاف اوه فیصده رایې خپلې کړي دي.

یوسف نورستاني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل که د ټولو پایلو د اعلان نه پس یو نوماند هم له پنځوسو فیصدو نه زیاتې رایې خپلې نه کړې نو واضحه ده چې انتخابات به دوهم پړاو ته لاړ شي، چې ترمخې به یې د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ انتخابات وشي.

یوسف نورستاني همداراز هیله ښکاره کړه چې د اپریل تر څلورویشتمې نیټې پورې به دوی ټولې پایلې اعلان کړای شي.

دافغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان کال د اپریل په پنځمه نېټه ترسره شول چې په ترڅ کې یې نږدې اوه میلیونه خلکو خپلې رایې استعمال کړلې.

XS
SM
MD
LG