په کورمه کې د بالشخېلو بې کوره شوي خلک له حکومته خپلو کلیو ته د ستنېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي، حکومت دې ورسره کړې ژمنه پوره کړي. کډوالو د یکشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت له شپږو کلونو زیاته موده شوې ده چې دوی د نا امنۍ له کبله له خپلو سیمو بې کوره شوي دي.د دوی په خبره، حکومت دې ورسره مرسته وکړي چې دوی خپلو کورونو ته ستانه شي.
چارواکي وايي، په سیمه کې اوس هم داسې ستونزې موجودې دي چې د بالشخېلو اوسېدونکو ستنېدل شوني نه دي.
دوی زیاتوي چې انتظامیه هڅې کوي چې کډوال په خپلو سیمو کې اباد کړي.