د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو مشران وايي حکومت دې د دوی نیول شوي کسان خوشې کړي


بنو - د نيمه قبايلي سيمې ايف، ار بنو د جانيخېل وزير قامي مشرانو غوښتنه کړي چې حکومت دې هغه ۳۶ کسان پرېږدي چې د ايف، سي ار د قانون لاندې يې نيولي دي.


چارواکي وايي دا کسان یې ځکه نيولي چې درې هفتې وړاندې د جانيخيلو يو سړي د لکي مروت يو کس سره د ګاډي تښتولی وو.

د جانيخيلو يو ملک عمران وزير د دوشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت پر ايف، سي، ار نيوکې وکړې.

ځايي اوسېدونکي وايي، په ايف سي ار کې په دې وروستيو کې بدلون شوی خو چارواکي يې نه عملي کوي.
XS
SM
MD
LG