د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د حکومتي ویاندانو لپاره د روزنې غونډه


جلال اباد - د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د ختيځ زون په کچه د وياندويانو ته له رسنيو سره د همغږۍ او ښو اړيکو په اړه درې ورځینی ښوونيز سيمينار پای ته ورسېد.


دغه درې ورځينې ښوونيز سيمينار چې د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې پيل شوی و نن دوشنبه پای ته ورسېد.

سيمينار ته له کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولايتونو پر مطبوعاتي مسوولينو سربيره د يادو ولايتونو نظامي وياوندويان هم وربلل شوي ول.

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي وياند چې په هڅو يې ياد ښوونيز سيمينار تر سره شو، وايي چې د وياندويانو او ژورنالستانو د ګډ رسالت د ښه ترسراوي په خاطر يې ياد سيمينار جوړ کړی وو.

((د دې ورکشاپ نه موخه دا وه چې زموږ د وياندويانو قابليتونه لوړ شي. او هغه ګډ هدف چې مطبوعاتي ادارې او د رسنيو ادارې يې لري، چې د مالوماتو د تبادلې اصل دی، هغه موږ د دې ورکشاپ نه وروسته لا ښه کړو.))

دغه ښوونيز سيمينار کې وياندويانو ته د دوه تنو تجربه لرونکو له خوا زده کړې ورکول کيدې چې يو تن يې هم د ننګرهار د ژورناليزم پوهنځي سرپرست استاد ببرک مياخيل و. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

((زموږ غوښتنه له دوی څخه دا وه چې مثلاٌ اوس د ډېرو تبليغاتو وخت نه دی. اوس د اړيکو جوړولو وخت دی او اړيکې په پيعام رسولو کې ډېر عمده رول لري. که چيرته اداره وغواړي پيغام يې په ښه شکل ورسيږي، نو له مطبوعاتو سره دې ښې اړيکې په کار دی، او په راتلونکي کې هغه ناسم پوهاوي چې په تیر کې وو، ترينه ډډه وشي.))


د کونړ ولايت مطبوعاتي وياند عبدالغني مصمم وايي چې له ياد ښوونيز سيمينار څخه يې ډېر څه زده کړل چې عمل به پرې کوي.

((په دې ورکشاپ کې مو ډېر څه زده کړل، هغه چې زموږ نيمګړتياوې وې خپلو نمګړتياوو ته متوجه شوو، په اينده کې به کوشش کوو چې له رسنيو سره ښې اړيکې وساتو او کوشش به کوو چې دوی ته په خپل وخت باندې مالومات ورکړو.))

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين خوښي څرګنده کړه چې د وياندويانو او خبريالانو تر منځ به همغږي رامنځته شي.

((ډېر کله ویاندويان هغه څه نه وايي چې ګوري او واقعيت وي، دا هغه څه دي چې دې نه څوک سترګې نه شي پټولی، دا چې ستاسو تر منځ همغږي راځي، په دغه ورکشاپ کې همغږه شوئ سره، تفاهم به سره لرئ، او هغه طریقه او سلیقه او سياست چې څرنګه بايد ستاسو خپرونې اوسې، دا يو ښه پيغام دی.))

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي چارواکي وايي، ډېر ژر به د فعالو خبريالانو، د مدني ټولنو استازو او علماوو سره ګډ ښوونيز سيمينارونه جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG