د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وزیرستانه خپل خلک کډوال دي، وسله وال پکې مېشت دي


سرچینه: ډان ورځپاڼه

د ډان ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، په داسې حال کې چې د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د سپرلي (پسرلي) د ښکلي موسم نښې نښانې ښکاره شوي، د دې سيمې د اسوري کلي يو ځوان، چې سعادت الله داوړ نومېږي، مجبور دی چې له خپل نيا نيکه سره يو ځای د بنو ښار ګوټي ته کډه شي.


سعادت نه دی خبر چې خپل کلي ته به بيرته ستون شي او که نه.

نوموړي د ډان ورځپاڼې خبريال ته ويلي، ټول قبايل خوښ وي چې د سپرلي (پسرلي) شپې ورځې په خپلو کليو کې تېرې کړي. خو سعادت د خپلې نيا له خولې وايي چې په سيمه کې هر شی ورته تياره ښکارېږي او ځکه غواړي کډه ترې وکړي.

ليکنه زياتوي، کلونه وشول چې بهرني جنګيالي له افغانستانه د شمالي وزيرستان مير علي ته ورغلي دي او دغه سيمه او اوسېدونکي يې يرغمل کړي دي.

د سيمې ملايانو، چې د ليکنې له مخې، پر ځايي خلکو نفوذ لري، خلک دې ته اړ کړي چې دغو بهرنيو جګړه مارو ته پناه ورکړي.

د سيمې اوسېدونکو، د افغانستان په جګړو کې شکست خوړليو کسانو ته په دې تمه ځايونه ورکړل چې که ژر ده او که پس، دوی به افغانستان ته بيرته ستانه شي. خو نه يوازې د وخت له تېرېدو سره د دغو جګړه مارانو په شمېر کې اضافه وشوه بلکې په ياده سيمه کې يې پخې خېمې ولګولې.

ليکنه زياتوي، په دې بهرنيو جګړه مارانو کې د نړۍ د بېلا بېلو قامونو او رنګونو خلک شامل وو، لکه د مراکش، مصر، الجزایر او سوډان نه د القاعده جنګيالي، د چيتو پوزو والا ازبکيان، غنم رنګي چيچنايان، د چين يوغوريان، او همداراز نوي مسلمانان شوي امريکايي، جرمن او فرانسوي وګړي، چې په زرګونو پنجابي طالبان هم ورسره وروسته ملګري شول.

د ورځپاڼې په ليکنه کې د شمالي وزيرستان د اسوري کلي د سعادت، چې دا مهال په بنو کې ژوند کوي او غواړي د ټرانسپورټ يوه کاروبار ځان ته پرانيزي، په حواله ويل شوي چې په سيمه کې د بهرنيو جهاديانو موجوديت دوی له يو ستر مشکل سره مخامخ کړي دي. د ده په خبره، له اسمانه په بمباريو کې وژل کېږي او پر زمکه همدغه جهاديان دي چې له دوی يې د ژوند کولو حق اخيستای دی.

په ليکنه کې د شاد امين په نوم د يوه قبايلي مشر له خولې ويل شوي چې، د سيمې د ناامنۍ د له مينځه وړلو يوازينۍ لار د قبايلو تر مينځ د جرګو مرکو هغه ده. نوموړی په دې اند دی چې په سيمه کې د پاکستاني پوځ عمليات په دغه لړ کې هېڅ مرسته نه شي کولی.
XS
SM
MD
LG