د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا مرستیال ولسمشر اوکراین ته ځي


ملالۍ بشیر

پراګ - د امريکا مرستيال وزير جو بايډن به کيېف ته په خپل دوه ورځني سفر کې له سرپرست ولسمشر اولېکساندر تورشینوف، لومړي وزير ارسيني ياڅينيوک او د پارلېمان له غړو سره خبرې کوي.


دا ليدل کتل به د اپريل په ۲۲م کېږي.

سپينه ماڼۍ وايي چې بايډن به پر دې خبري وګړي چې بين المللي نړۍ به د اوکراين په بيا رغونه کې هلې ځلې وکړي. دا خبري به د اوکراين اقتصاد ښه کولو، د برق سمولو او په ختيځ اوکراين کې ازادي غوښتونکو ځواکونو په هکله وي.

روسيې او اوکراين د اپريل په ۲۰م د اوکراين په ختيځ ښار سلېويانسک کې جګړې لپاره پر يو او بل تور لګولی دی. په دې پېښه کې کم ترکمه درې تنه په يوه پوسته کې چې د روسيې پلوه ازادي غوښتونکو له خوا جوړه شوې وه، وژل شوي ول.

د ايسټر، چې د عيسويانو مذهبي ورځ ده، په خطبه کې په واتيکان کې کاتوليک پادري فرانسس په اوکراين کې د جنګ بندي غوښتنه وکړه.

دا لومړی ځل دی چې اوکراين د ايسټر په ستره ورځ له داسي پلانونو سره مخ دی چې دی وکوټي او له منځه يې يوسي. خو په دې مقدسه ورځ، زه غواړم ټولو ته ډاډ ورکړم چې که موږ متحد واوسو، رڼا به پر تياره بری يوسي او اوکراين به بيا راپورته او ژوندی شي.

د راپورونو له مخې، روسيه پلوه ځواکونو د سلېویانسک په شمول د لسو نورو داسي سيمو چې روسي يې ژبه ده، کنترول په خپل لاس کې اخيستی دی.

تمه وه چې په اروپا کې د امنيت او همکارۍ ادارې يا (OSCE) څارونکي د اپريل په ۲۰م د ختيځ اوکراين په سيمه کې د يوه نوي نړيوال پلان د پلي کولو لپاره ورشي. دا پلان د دې لپاره وو چې غير قانوني وسلوال ګروپونه مات او د دې ګروپونو له خوا دولتي ودانيو نيول ختم کړي. دا پلان په جنيوا کې د اپريل په ۱۷م د اروپايې اتحاديې، روسيې، اوکراين او امریکا له خوا لاسليک شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG