د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: خبريالانو ته د مرګ ګواښ او سعودي عرب ته د ميزايلو ورکړه


د خبريالانو د حقونو لپاره کارکوونکې نړيوالې ادارې (کمېټي ټو پروټيکټ جرنلسټس) لخوا په خپره شوې ليکنه کې ويل شوي چې دې ادارې د تېرې اونۍ د پای شپې ورځې د پاکستان د يوه شخصي تېلويزيون (جيو) پر نوميالي خبريال حامد مير د وسله وال بريد او پر هغې راتلونکيو عکس العملونو ته په کتنې صرف کړې.

د خبريالانو د حقونو لپاره کارکوونکې نړيوالې ادارې (کمېټي ټو پروټيکټ جرنلسټس) لخوا په خپره شوې ليکنه کې ويل شوي چې دې ادارې د تېرې اونۍ د پای شپې ورځې د پاکستان د يوه شخصي تېلويزيون (جيو) پر نوميالي خبريال حامد مير د وسله وال بريد او پر هغې راتلونکيو عکس العملونو ته په کتنې صرف کړې.


په ليکنه کې په تېرو نيږدو وختونو کې پر يو شمېر نورو پاکستانيو خبريالانو د شويو حملو يادونه هم شوې ده. په دو کې د تېرې مارچ مياشتې پر ۲۸ مه د ايکسپريس خبري ادارې د خبريال او پېژندل شوي څېړنکار رضا رومي پر موټر د وسله وال بريد، تر هغې مخکې د جنورۍ په ۱۷ مه هم د يادې ادارې پر يوه ګاډي د بريد، چې په ترڅ کې يې د ادارې درې تنه کارکوونکي ژوبل او يو کيمره مين ووژل شو، ذکر شوی دی.

په ليکنه کې همداراز ويل شوي چې هم د ايکسپريس مطبوعاتي ادارې د سيمه ييز دفتر د يو مشر کور هم د وسله والو تر بريد لاندې راغلو.

ليکنه کاږي کله چې د يادې ادارې مشرانو تېره مارچ مياشت د پاکستان له وزيراعظم او د ده په حکومت کې د اطلاعاتو له وزير سره وليدل نو داسې يې وانګيرله چې د پاکستان حکومت د خبريالانو د خونديتوب په معامله کې له ستونزو سره مخامخ دی او دا چې د دې مسالې د حل لپاره به جدي اقدام وکړي.

د خبريالانو د حقونو ادارې د پاکستان حکومت ته وړانديز کړی چې يوازې پر خبريالانو د بريدونو د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشنونو پر جوړېدو اکتفا و نه کړي، بلکې تر څنګ دې يې په دغو حملو کې ککړو عناصرو ته د سزا ورکولو يوه موثر ميکانېزم هم رامينځ ته کړي.

بلخوا د بريتانوۍ انډېپينډنټ ورځپاڼې په يوه ليکنه کې راغلي، په پاکستان کې خلک فکر کوي چې د دې هېواد حکومت به سعودي عرب ته د جنګي الوتکو او ټانکونو ضد ميزايل ورکړي.

ليکنه زياتوي، دا ميزايل به د شام په جګړه کې بوختو سلفي ياغيانو ته ورسول شي چې د بشار الاسد رژيم د راپرزولو لپاره کار ترې واخلي.

په عين حال کې امريکا، د دې لپاره چې فکر نه کوي په شام کې د حکومت بدلېدل به يې په ګټه وي، شامي ياغيانو ته به له لېبيا څخه د وسلې لېږدول ودروي.

په ليکنه کې د يوه پاکستاني خبريال نجم سيټي په حواله ويل شوي، د سعودي عرب په څېر د بحرين حکومت هم غواړي په پاکستان کې د پانګې اچونې په ترڅ کې له دغه هېواده د خپل پوځ لپاره مرستې تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG