د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات پوهنتون کې د مشال ريډيو په مرسته مشاعره


سوات پوهنتون کې د مشال راډيو په مرسته "خپله ژبه خوږه ژبه" په نوم د ذده کونکو ترمينځه يوه مشاعره وشوه چې پکې د چکدرې پوهنتون ذده کونکو هم برخه واخيسته.

سوات پوهنتون کې د مشال راډيو په مرسته "خپله ژبه خوږه ژبه" په نوم د ذده کونکو ترمينځه يوه مشاعره وشوه چې پکې د چکدرې پوهنتون ذده کونکو هم برخه واخيسته.


دې مشاعره کې زلمو شاعرانو ګډونوالو ته خپل شعرونه واورول او ځينې زده کوونکو پکې سندرې هم وويلي.


د يو شاعر د شعر دوه بيته داسې وو.

اور د بمونو لا مړ نه وو چې سيلاب راغی
په پښتونخوا کې يو د پاسه بل عذاب راغی
چې آخر ولې داسې وشول آخر مونږه سره
نه چا څه سوال وکړ او نه د چا ځواب راغی

دا مشاعره د مشال ريډيو په مرسته جوړه شوي وي. د مشال ريډيو له خوا دې کلتوري پروګرام کې برخه اخيستو شاعرانو او هنرمندانو ته ميډالونه او جايزې ورکړي.


د مشال راډيو اسلام آباد څانګې مشر عالمزيب خان برخه والو ته وويل چې مشال ريډيو په خپلواکه توګه، پښتنو ته په پښتو ژبه کره خبرونه او رپورټونه وړاندې کوي. هغه زده کوونکو ته وويل چې مشال ريديو د خپلو بحثونو او اونيزو پروګرامونو د لارې ځوانانو ته د بحث او پرمختګ لپاره د خبرو موقع برابروي.


د سواستو هنري او کلتوري ادارې مشر عثمان اولسيار په دې موقع وويل چې پوهنتونو کې د ژبې او کلتور د پرمختګ لپاره داسې هلې ځلې ډيرې ګټورې دي او د ځوانانو خپل کلتور ته پام واوړي.

د مشاعرې په آخر کې د سوات پوهنتون مرستيال مشرډاکټر محمد جهانزيب د مشال ريډيو مننه وکړه او وي ويل چې چې که څه هم د پوهنتون مالي حالت يې ښه نه دی خو بيا هم کوشش کوي چې د زده کوونکو لپاره تفريحي او د زده کړې لارې چارې لټوي او په داسې مهال د مشال ريډيو مرسته د ډيرې ستاينې وړ ده.
XS
SM
MD
LG