د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې مذاکراتو لړ کې د طالبانو او حکومتي استازو غونډه کيږي


د پاکسناي وزيراعظم سلاکار عرفان صديقي او مذاکراتو لپاره د تحريک طالبان پاکستان استازی مولانا سميع الحق
د پاکسناي وزيراعظم سلاکار عرفان صديقي او مذاکراتو لپاره د تحريک طالبان پاکستان استازی مولانا سميع الحق
د پاکستان د داخله چارو مرکزي وزیر چودري نثار علي خان نن د شورو په ورځ طالبانو د مذاکراتي او د حکومتي کمیټیو یوه ګډه غونډه رابللي.

د چارواکو ترمخه به په دې غونډه کې د تحريک طالبانو پاکستان سره د سولې د خبرو په اړه پر پاليسۍ او طريقه کار خبرې کيږي.

ياده دي وي چې طالبانو څه موده وړاندې د پاکستاني حکومت سره کړې ډز بندۍ د مودې نه اوږدولو فيصله کړي. تېره هفته تحريک طالبان پاکستان د څلويښتو ورځو د جنګ بندۍ د نه غځولو په وخت ويلي وو چې حکومت د مذاکراتو د کاميابۍ په اړه سنجيده نه دی.

دا جنګ بندي تر څلويښتو ورځو پورې وه او تر ختمېدو وروسته يې پرون پيښور او چارسده کې بمي چاودنې او بريدونه شوي وو.

حکومت د سولې د مذاکراتو د ښه پر مخ بيولو لپاره د طالبانو په خوښه خوا او شا ديرش قيديان هم له زندانه خوشي کړي وو.

بلخوا د پاکستان د حکمران مسلم ليګ (ن) حکومت اپوزيشن ډلې نيوکې کړي چې طالب وسله والو سره د حکومت د سولې پاليسي کاميابه نه ده. څو ورځې وړاندې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر غړی او سينټر افراسياب خټک مشال ريډيو سره خبرو کې پر دې خفګان ښودلی وو چې قبايلي سيمو کې ميشته وسله والو سره د روغې جوړې په بهير کې د پاکستان حکومت د دغه ځاي د پښتنو قومي مشرانو او خلکو سره هيڅ اړيکې نه دي نيولي او دوی يې په دې بهير نه دي ورګډ کړي.

د هغه په خبره پاکستان او سيمه کې به هله امن پر ځای شي چې فيصله کوونکي ادارې د ترهګرې په وړاندې د مبارزې په هکله خپلې پالیسيانې بدلې کړي او د اخلاص ډک ګامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG