د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارسدې د بمي چاودنې اغيزمن شوي دکانداران معاوضه غواړي


د خيبر پښتونخوا د چارسدې دکاندارانو د پرونۍ چاودنې په غبرګون کې د دريوو ورځو وير او ماتم اعلان کړی. دلته دکاندارانو مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې حکومت د امنيت راوستلو کې ناکامه شوی دی نو پکار ده چې په خپلو پاليسوو له سره غور وکړي.

د خيبر پښتونخوا د چارسدې دکاندارانو د پرونۍ چاودنې په غبرګون کې د دريوو ورځو وير او ماتم اعلان کړی. دلته دکاندارانو مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې حکومت د امنيت راوستلو کې ناکامه شوی دی نو پکار ده چې په خپلو پاليسوو له سره غور وکړي.


چارسدې بازار کې د نهې (سه شنبې) په ورځ يوه چاودنه شوې وه چې د چارواکو په وينا پکې يو پوليس افسر مړ او تر پنځه ديرشو نور ډير کسان ژوبل شوي وو. په زخميانو کې ښځې او ماشومان هم وو.

د چارسدې ضلعې د سوداګرو د ټولنې مشر او د قومي وطن پارټۍ يو مشر غړي، حامد خان وويل چې حکومت دې دکاندارانو ته معاوضه ورکړي. نوموړي د مسلم ليګ نون په مرکزي او د تحريک انصاف خيبر پښتونخوا حکومتونو تنقيد وکړ چې د سولې مذاکرات هسې د وخت ضايع کول دي او دې سره امن نه شي راتللی.

د يادې ټولنې يو بل غړي جهانزيب زرګر مشال ريډيو ته وويل چې حکومت دې د زخميانو لاس رسی وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ ترهګري نه منو. زموږ زخمي شوو او په مالي توګه اغيزمن شوو دکاندارانو ته دې حکومت معاوضه ورکړي او امنيت دې راته برابر کړي.))

د چارسدې يو دکاندار فياض خان د تحريک انصاف او جماعت اسلامي په شريک صوبايي حکومت سخت تنقيد وکړ او وي ويل چې د خلکو امنيت لپاره يې هيڅ نه دي کړي.

هغه مشال ريډيو ته وويل: ((دا لوبه ټوله د پښتنو سر ته جوړه ده. حکومت ښه پوه دی چې څوک دا ترهګري کوي. زه د جماعت اسلامي او تحريک انصاف ګوند چارواکو ته حيران يم. آيا دوی له دې هرڅه خبر نه دي؟))

مشال ريډيو کوشش وکړ چې په دې اړه د حکومت نظر واخلي خو چارواکو ورسره د مصروفياتو له وجې خبرې ونه کړي.
XS
SM
MD
LG