د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کډوال: خوستوالو راسره ډېرې مرستې کړې


د خوست د ګربزو د بوري خېلو په سیمه کې هغه پراخه دښته چې د پولي د پورې غاړې د کډوالو د کېمپ یا پنډغالي د جوړیدو له پاره په نښه شوې، تېر مازدیګر په کې په یوه اوږده لیکه د سپین رنګه خیمو لګول پیل شول.

د خوست د ګربزو د بوري خېلو په سیمه کې هغه پراخه دښته چې د پولي د پورې غاړې د کډوالو د کېمپ یا پنډغالي د جوړیدو له پاره په نښه شوې، تېر مازدیګر په کې په یوه اوږده لیکه د سپین رنګه خیمو لګول پیل شول.


دې ځای ته په سلګونو هغه کډوال چې خوست ته د نږدې قبایلي سیمو څخه راکډه شوي راغونډ شوي وو او د حکومت په دې ګام خوښ ول.

هغوی تمه کوله، چې د دې کېمپ په جوړولو سره به پر دوی د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه او خیریه موسسو مرستې ورماتې شي او په دې ځای کې به ورته د اوسیدو لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

جالبه داده، کله چې ګربزو لوري ته ځو وینو چې ځوانان او مشران ولاړ دي او خپلو وزیرستاني میلمونو ته مرسته یا چنده راټولوي او وروسته يې په بیړه کډوالو ته رسوي.

د بوره خېلو وزیرو یو مشر د دوی په سیمه کې د پوځیانو له خوا د بمباریو خبره کوي او وايي، چې پوځيان ګرم او نا ګرم نه ګوري او یوازې په خلکو او کورونو بمبارۍ کوي:

((نوم مې معتبر خان دی په قوم بوره خېل وزیر، د هغه ځای نه زموږ کډې د حکومت د زور او جبر د لاسه چې بمباري به يې شروع کړه، نه يې خلکو کورنو ته کتل او نه يې ملامت یا نه ملامت ته کتل، د دې له وجې خلک مجبوره شول چې کډې وکړي.زموږ څخه کورونه په ځمکو کې یو دوه ټیبیلونه او نور ټول ډک پاتې شول، دومره مو وکړل چې څوک یبلې پښې او چا چې وس وو په موټرونو کې راووتو.))

معتبر خان وايي خوستوالو ورسره ډېرې ښیګڼې وکړې، په خپلو کورنو کې يې ځای ورکړ، خو دوی سره باید د ژوندانه د ضروري توکو په برخه کې مرستې وشي:

معتبر خان وايي چې دوی سره د خوست د ګربزو د سیمې اوسیدونکو ډېرې ښیګڼې وکړې، خپلې حجرې يې ورته خالي کړې، خو دوی ته په نوې کېمپ کې اوبو، دوا او نورو توکو اړتیا موجوده ده.

د ګربزو د بوري خيلو په پنډغالي کې یو ځوان چې د خپلې کورنۍ سره رارسیدلی وايي، پرون پرې پوځیانو بمباري وکړه، د هر چا څخه هر څه پاتې دي، خو خوست ته په راتګ يې د ارامۍ احساس وکړ او خلکو ورته په دې یوه ورځ کې ډېره مرسته یه چنده راټوله کړې ده:

((رفعت خان نومیږم، موږ ګهېځ دې ځای ته راورسیدو، ټوله شپه مو مزل کړی دی، پرون تر ماسپښین وروسته يې پر موږ بمبار وکړ، ځکه خوست ته راغلو چې دې ټولو خلکو دې خواته رامخه وه، زما نه مور پلار هم پاتې دي، دې نورې کډې سره دې خواته راغلم، د تلیفون نمبر يې هم نه لرم چې تلیفون ورته وکړم، ډوبه خبره ده، پته يې نه لګیږي، خو چې دلته راورسیدو سترګې مو وغړیدې او خلکو راته چندې وکړې په دې نن ورځ کې موږ سره خلکو ډېر کمک وکړ.))

د خوست د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدراڼ ولسوال وویل، چې د کډوالو د پنډغالي له پاره شل زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې، ځايي خلکو کډوالو سره مرسته کړې، د پنځه سوه کورنیو له پاره مرسته په نن او سبا کې ده، درې نیم زره کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شوی او حکومت په ټول توان هڅه کوي چې دې خلکو له پاره د زوندانه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي:

((دې ځای ته په زرهاوو کسان د ډیورند د کرښې د پورې غاړې څخه راغلي دي، دا لړۍ اوس هم جریان لري، خو زموږ خلکو ورسره بیخي زیاتې مرستې کړي دي، د خپلې خولې مړۍ یې دوی سره نیمه کړې ده، په کورنو کې چې دوی څومره امکانات لري، هغه ټول یې دوی ته په اختیار کې ورکړي دي.))

د یادونې وړ ده، که څه هم خوست ته د قبایلي سیمو څخه د راکډه شویو کډوالو شمېر لس زره کسان ښودل کیږي، خو ځايي اوسیدونکي وايي، چې هره ورځ په فرعي لاره په ډېر شمېر کې کورنۍ خوست ته رااوړي، چې ډیری يې راجسټر شوي نه دي.
Aids (assistances) with immigrants of Wazirestan.18-06-2014
Aids (assistances) with immigrants of Wazirestan.18-06-2014
XS
SM
MD
LG