د لاسرسي ځای

تازه خبر

' سېکورټي اسټيبلشمنټ په بلوچستان کې ياغيتوب ته سنجبده نه ګوري'


د نېشنل پارټۍ سېنېټر او مرکزي مشر حاصل بزنجو
د نېشنل پارټۍ سېنېټر او مرکزي مشر حاصل بزنجو

د نېشنل پارټۍ سېنېټر او مرکزي مشر حاصل بزنجو ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي، زه فکر کوم چې د پاکستان سېکورټي اسټيبلشمنټ په بلوچستان کې د حکومت پر وړاندې د ياغيتوب مساله جدي نه ده نيولې.

له پاکستانه خپرېدونکې (دې ايکسپريس ټرېبيون) ورځپاڼې د بلوچستان صوبې د حکمران ګوند، نيشنل پارټۍ، له مشر سينيټر مير حاصل خان بزنجو سره مرکه کړې او په يوه ليکنه کې يې د هغې مهمې برخې راخيستي.

نوموړي ويلي، مخکې له دې چې پروسږ کال د يادې صوبې حکومتي واک تر لاسه کړي، ګوند يې ځانته درې مهم اهداف وټاکل.

اول دا چې په بلوچستان کې د خلکو په زوره د غايبولو او دويم، د لاردرکه کړل شويو کسانو د مړيو موندل کېدو لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

سينيټر بزنجو ورځپاڼې ته ويلي، د ده د پارټۍ دريم مهم هدف دا وو چې د بلوچستان صوبه له هغو متوازي ځواکونو څخه خالي کړي چې د ده په خبره، د پاکستان سيکورټي اسټيبلشمنټ يې تر شا ولاړ دی.

نوموړي زياته کړې، که څه هم پارټۍ يې فکر کوي چې د دغو اهدافو په تر لاسه کولو کې يې يو څه پرمختګ کړی، خو په خبره يې چې د لادرکه کسانو د مسالې په حلولو کې لا هم بريالي شوي نه دي.

د نېشنل پارټۍ دغه مشر وايي، په بلوچستان صوبه کې د کسانو لادرکه کېدلو مسالې که له يوې خوا د بلوچستان خلک ځورولي، نو له بلې خوا يې د پاکستان رياست هم له يو مشکل سره مخامخ کړی دی.

سېنېټر بزنجو هيله ښودلې چې د پاکستان رياست به د بلوچستان صوبې د حالاتو صحيح اداراک او ورته د پېښو مسالو د حل په برخه کې، هغه رنګ چې لازم ده، مرسته وکړي.

بزنجو ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي، زه فکر کوم چې د پاکستان سېکورټي اسټيبلشمنټ په بلوچستان کې د حکومت پر وړاندې د ياغيتوب مساله جدي نه ده نيولې. د نوموړي په اند، د بلوچستان عام اوسېدونکي دي چې د دې صوبې د ناامنۍ د پېښو په دوامداره توګه قرباني کيږي.

بزنجو په مرکه کې ډاډ ښودلی چې په بلوچستان کې ياغي ډلې هېڅ راتلونکی نه لري او دا چې دوی به د خپلو ستونزو د هواري لپاره هرو مرو له حکومت سره د خبرو پر مېز کښېني.

نوموړي دغه راز ويلي چې په بلوچستان کې روانه وسله واله شخړه په سيمه کې د ترهګرۍ خلاف له پيل شوې نړيوالې جګړې سره تړاو لري.

د بزنجو د وينا تر مخه، په بلوچستان کې د حکومت پر ضد ياغيتوب د دې سبب شوی چې له ۷۰۰ تر ۷۵۰ پورې بلوڅ وګړي ووژل شی او شا وخوا ۶۰۰ نور ورک کړل شي.

په بلوچستان کې د حکمران ګوند نيشنل پارټۍ دې مشر همداراز ويلي، زه فکر نه کوم چې ازاد بلوچستان د سيمې د هېوادونو لپاره د قبوليت وړ وګرځي. د ده په خبره، پارټۍ يې پرېکړه کړې چې د پاکستاني فيډريشن د يوې برخې په توګه به په دې هېواد کې د ډېموکراسۍ د ودې لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG