د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اخترونو کې بازار ته د پښتو موسیقۍ نوي البمونه له دوده وځي


سندرغاړی کرن خان
سندرغاړی کرن خان

کرن خان، چې اختر ته يې نوی البوم جوړ کړی وايي، ښايي دا يې اخيرنی کيسټ وي او له دې وروسته به يوه يوه سندره تياره او د انټرنيټ له لارې له خپلو مينه والو سره شريکه کړي

په داسې حال کې چې د پښتو موسيقۍ مينه وال هر وړوکي اختر ته د پښتو سندرو نويو البمونو تر لاسه کولو ته سترګې په لار وي، په پېښور کې پېژندل شوي سندرغاړي وايي، نيږدې ده چې د اډيو البمونو جوړولو او مارکېټ ته يې د ورکولو لړۍ نوره وتړل شي.

کرن خان، چې اختر ته يې نوی البوم جوړ کړی وايي، ښايي دا يې اخيرنی کيسټ وي او له دې وروسته به يوه يوه سندره تياره او د انټرنيټ له لارې له خپلو مينه والو سره شريکه کړي.

«هېڅ ما ته ښکاري نه چې څوک البوم کوي. هغه بله ورځ له سرفراز سره مې وليدل. ويل يې يو کيسټ مارکيټ ته ورکوي. او يو زما البوم دی. او مينه وال دي چې ډېر شی دي. ټول پوښتنې کوي چې د اختر کيسټ به کله راځي، نوم يې څه دی، څه مو پکې ويلي دي، او داسې نور سوالونه. دوی نه دي خبر چې دلته د کيسټونو خپرولو کوم دوکانونه ول، په هغو کې نور کاروبارونه شورو شوي دي. بل په کراچۍ کې چې د ټيپ ريکارډر د کيسټونو جوړولو کومې کمپنۍ وې، هغه هم تړل شوي دي. ډېره د خواشينۍ خبره ده، هم زموږ هنرمندانو او هم مو د اورېدونکو لپاره. هغه اورېدونکي چې تېلوېزيون او انټرنيټ ته لاس رسی و نه لري، څنګ به وکولای شي زموږ سندرې واوري؟»

يو بل پېژندل شوی پېښور مېشتی سندرغاړی سرفراز، چې اختر ته يې البوم تيار کړی، وايي يوه ځايي دوکاندار ته يې په وړيا توګه د دې لپاره خپلې نوې سندرې ورکړې چې مارکېت ته يې ورته وباسي.

«زما پر دغه البوم زما خپلې يو نيم لک روپۍ ولګېدې. پر دې سربېره، څلور پينځه مياشتې مې د البوم پر جوړولو خواري ووېستله. ما ته له دې ټولې پروسې د يوې روپۍ ګټه هم نه رارسي. زما ګټه همدغه ده چې زما سندرې زما مينه والو ته ورسي او د هغوی د خوښې وړ وګرځي»

په پېښور کې د کيسټونو او البمونو د تر ټولو غټ دوکان مالک حاجي شاهد خان بيا وايي چې د يو ايس بي او انټرنيټ له لارې د موسيقۍ اورېدلو مخ په زياتېدونکي رجحان دی مجبور کړی چې د کيسټونو خپرولو کاروبار پر ځای کوم بل کار ته لاس واچوي.

«زموږ کاروبار ته تر ټولو زيات نقصان دې ميموري کارډونو او يو ايس بي ګانو ورسوو. مخکې به چې خلکو په بسونو يا خپلو شخصي موټرو کې سفرونه کول نو د موسيقۍ اورېدو لپاره به يې کيسټونه اخيستل. اوس کيسه بل شان ده. په يو (يو ايس بي) کې د لسو کيسټونو سندرې راځي. او تپوس پوښتنه هم نشته. تاسو ته پته ده چې په پاکستان کې څوک د قانون پرواه ډېره نه کوي»

دا چې په پېښور کې سندرغاړو د پښتو کيسټونو او سي ډي ګانو بازار د له مينځه تللو ستونزه څومره جدي نيولې او په اړه يې آيا دوی له حکومتي او يا هم غير حکومتي ادارو سره خپل تحفظات شريک کړي او که څنګه، سرفراز وايي، يو څه کوشش يې کړی وو، خو د ده په خبره چې کارګر ثابت نه شو.

«په صوبه کې د عوامي نيشنل ګوند د تېر حکومت پر مهال موږ څو تنو ملګرو سندرغاړو هڅې پيل کړې وې. حکومت ته مو ويلي وو چې لږ تر لږه زموږ لپاره يو پروډکشن هاوس جوړ کړي، چې موږ پکې سندرې ثبت او له هم هغه ځايه خپرې کړو. خو له بده مرغه، موږ خپلې هغه هلې ځلې جاري و نه ساتل شوې. اوس خو حال دا دی چې موږ په دې نتيجه رسېدلي يو چې يوه يوه سندره به ثبتوو، ويډيو به ورته جوړوو او تلوېزيون او ايف ايم راډيو چينلونو ته به يې ورکوو چې راته خپرې يې کړي»

کتونکي د خيرپښتونخوا له حکومته غواړي چې په صوبه کې له کلتور او موسيقۍ سره تړليو کارونو د پر مخ بېولو لپاره هنرمندانو ته مناسب اسانتياوې برابر کړي.

دوی همداراز د پښتو ژبې سندرغاړو ته توصيه کوي چې د خپلو هنري کارونو د عصري کولو او د خپلې سيمې او نړۍ خلکو ته يې د رسولو په برخه کې پر نويو امکاناتو او لارو چارو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG