د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په دوکۍ کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي


د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالایي يا (بوري) په تحصيل دوکۍ کې وسله والو د پاکستاني ملېشو پنځه سرتېري وژلي او یو بل يې ژوبل کړی دی.

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالایي يا (بوري) په تحصيل دوکۍ کې وسله والو د پاکستاني ملېشو پنځه سرتېري وژلي او یو بل يې ژوبل کړی دی.

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو ویاند چې نه يې غوښتل ږغ يې خپور شي، مشال راډيو ته وویل، د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه يوه نیمه بجه د دوی د سرتېرو پر يوه پوسته برید وشو، او په کې ناست پنځه سرتېري يې وژلي دي.

د ویاند په خبره دا برید له دوکۍ څخه لويديځ لور ته څلورو کیلو میترو په واټن په ځنګله کلي کې شوی او چې بریدکوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

د دوکۍ امنيتي چارواکي وايي، تردې برید وروسته په همدې سیمې کې پوليسو لیوي او له ملېشه ځواکونو په ګډه د پلټنې عملیات پیل کړي او پر نورو پوستو يې امنيتي تدابیر زیات کړي دي.

د دغه برید مسوولیت لا تر اوسه هېڅ یوې وسله والی ډلې نه دې منلی.

دوکۍ چې د سکرو (کویله) زښته ډیرې زېرمې لري، لویه برخه يې د پاکستان پنجاب صوبې ته لېږل کېږي.

که څه هم د همدې سکرو پر سر په سیمه کې د ځایي قبیلو تر منځ وخت ناوخته د نښتو او تاوتریخوالي راپورونه ورکړل کېږي، خو په دغه ښار کې پر ملیشه ځواکونو د برید دا لومړنۍ پېښه بلل کېږي.

سره له دې چې له دوکۍ سره څېرمه په څماولنګ او بارکان سیمو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بیا بیا پنجاب ته پر سکرو وړونکو لاریو بریدونه کوي خو خپله په دوکۍ کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې دومره فعالیت نه لري، چې پر پاکستانيو ملېشو دې بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG