د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي له افغان خاورې پرې بریدونه شوي


ذبیح شفق

پاکستان يو ځل بيا له افغان دولته غوښتي، چې د افغانستان خاوره دې پاکستان پر ضد کارولو ته نه پرېږدي او په دې خاوره کې دې د مېشتو ترهګرو مرکزونه له منځه يوسي.


پاکستاني چارواکو دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې وسله والو د شنبې په شپه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبآيلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پر يوې امنيني پوستې وسله وال بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني پوځ د يو جګپوړي افسر په ګډون لږ تر لږه ٣ سرتېري وژل شوي او ٣ نور ټبيان شوي وو.


پاکستان تور لګوي، چې دا بريد د ډيورنډ د کرښې له هغې غاړې د افغانستان له ختيځ ولايت کونړ څخه شوى، چې له امله يې د ددې هېواد د بهرنيو چارو وزارت افغان دولت ته شديد اعتراض کړى دى.


د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا د شنبې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي :


" موږ له افغان خاورې څخه پر خپلو ځواکونو وسله وال بريد په کلکه غندو او په دې اړه په مو په اسلام اباد کې افغان سفارت او کابل کې افغان دولت ته شديد اعتراض کړى دى. موږ له افغان دولته يو ځل بيا غوښتنه کوو، چې په خپله خاوره کې دې د ترهګرو مرکزونه له منځه يوسي."


پاکستان له افغان خاورې څخه پر پاکستانيو ځواکونو د وسله والو د بريد خبره په داسې حال کې يو ځل بيا راپورته کړې، چې افغان دولت څو ورځې وړاندې پاکستان ته د افغانستان د يوه جپګوړي پوځي پلاوي تر سفر وروسته په ډاګه ويلي وو، چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په ګډون د دې ډلې يو غړى هم په افغانستان کې نشته، بهرنيو ترهګرو ته پناه ورکول د افغان دولت پاليسي نه ده، بلکې افغانستان پخپله د ترورېزم ښکار دى.


خو پاکستان بيا وايي، چې په دې حساسو شېبو کې په شمالي وزيرستان کې پاکستانيو ځواکونو د کورنيو او بهرنيو وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي، افغان دولت بايد په دې لړ کې زموږ مرسته وکړي او پر خپله خاوره کې د وسله والو مرکزونه له منځه يوسي، څو د ترورېزم پرضد روانه مبارزه په کاميابۍ سرته ورسېږي.

پاکستانيو ځواکونو د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د کورنيو او بهرنيو سخت دريځه وسله والو پرضد پوځي عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه پکې د بهرنيو جنګياليو په ګډون د ٤٠٠ وسله والو د وژلو ادعا کوي، خو خپلواکو او د شمالي وزيرستان ځايي سرچينو لا تر دې دمه د پاکستانيو ځواکونو ددې ادعا پخلى نه دى کړى.


ياده دې وي، چې افغان پولې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې تر دې مخکې پر پاکستانيو ځواکونو د وسله والو بريدونو مسووليت، په دې سيمه کې مېشتې د عمر خالد خراساني په مشرۍ د پاکستاني وسله والو طالبانو ډلې منلى.

XS
SM
MD
LG