د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ترهګرو پالونکی که د ترهګرۍ خلاف جنګیدونکی ؟


فایل فوټو
فایل فوټو

دي اکانومسټ مجله لیکي چې دتیرو دیارلسو کلونو راهیسې افغانستان او نړیوالو ځواکونو د پاکستان نه غوښتنه کوله چې په خپلو قبایلي سیمو کې دې دوسله والو مرکزونه ختم کړي ، ځکه چې دغلته میشتې ځینې وسله والې ډلې لکه حقاني نیټ ورک ، په افغانستان کې کاروایانې کوي. خو پاکستان دغو غوښتنو ته سمه پاملرنه نه کوله. اوس د پاکستان وار راغلی چې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کوي. فکرکیږي چې د پاکستاني وسله والو طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې پټ شوی او پاکستان د افغان چارواکو نه غوښتنه کوي چې نوموړی دې ونیسي او پاکستان ته دې حواله کړي.

مجله لیکي زیاتره افغانان دا نظر لري چې پاکستان نه یوازې افغان طالبانو ته پنا ورکړې وه ، بلکه قبایلي سیمو کې هغوی ته د هر ډول هلو ځلو جاري ساتلو موقع هم ورکړل شوې وه او بیا د افغان طالبانو مشرتابه خو د کوټې شورا په نوم یادیږي معنا دا چې په کوټه کې میشت دي. بلخوا پاکستان په دې نظر دی چې افغانستان کې د هند د اسر او رسوخ مخه نیول غواړي. دا راز پاکستاني چارواکي وايي ، په ۱۹۴۷م کال کې د آزادۍ تر لاسه کولو نه پس دې هیواد په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب لپاره درخواست جمع کړی و او افغانستان یې مخالفت کړی و نو ځکه دوی ویره لري چې افغانستان به ددوی نه د هغو سیمو داخیستلو کوشش کوي چې د افغانستان په وینا ددغه هیواد نه برتانوي سامراج شوکولي دي ، دا هم د پاکستان لپاره د اندیښنې یوه وجه ده.

مجله لیکي چې پاکستان کې په پښتون میشتو سیمو کې د۱۹۷۰ مې لسیزې په اوږدو کې د پښتونستان په نوم ځان له جدا سیمه د جوړولو تحریک مخې ته راغلی و چې د پاکستان په فکر افغانستان او هند یې تر شا لاس لرلو، ځکه نو پاکستان هم هماغه مهال په افغانستان کې د مذهبي وسله والو ډلو ملاتړ پیل کړو.

د مجلې په وینا ممکنه ده چې ملا فضل الله دافغانستان په کونړ او یا نورستان ولایت کې پټ شوی وي ، خو امکان نلري چې دغو سیمو کې افغان ځواکونه دې دهغه دنیولو استعداد ولري بلکه دغه سیمې په ۲۰۱۰م کال کې نړیوالو ځواکونو هم دډیرې ناآرامۍ لوجې پریښې وې. او دا هم ممکنه ده چې افغانستان د پاکستاني طالبانو خلاف کاروايي کول نه غواړي. دا راز په ۲۰۱۳م کال کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یو مهم کمانډر هغه مهال ونیوه چې دافغان استخباراتي ادارو سره دیو خفیه ملاقات لپاره روان و.

دي اکانومسټ مجله ددې مقالې په آخر کې لیکي ، پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات شورو کړي او وايي چې دا کاروايي به د ټولو یعنې ملکي او غیر ملکي وسله والو خلاف ترسره کیږي، خو زیاتره څیړونکي اوس دې ته د شک په نظر ګوري او داسې ګمان کوي چې د حقاني نیټ ورک وسله وال ددې عملیاتو نه وړاندې د شمالي وزیرستان نه وتلي دي. د مجلې په وینا که اول پاکستان د وسله والو د ختمولو په لړ کې دوه مخی لوبه کوله او که اوس یې افغانستان کوي نقصان یې دواړو هیوادونو او ټولو سیمې ته رسیږي او پکار دي چې ددې خلاف په شریکه ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG