د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرويز مشرف ته د خوندي لارې ورکولو خبره شوې وه. ګيلاني


 د پاکستان پخوانی وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني
د پاکستان پخوانی وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني

ګیلاني وايي، د سياسي ګوندونو او ایسټېبلیشمېنټ ترمنځه په مذاکراتو کې پر دې هوکړه شوې وه چې که پروېز مشرف د صدارت چوکۍ پرېږدي نو هغه ته به هېڅ نه ويل کېږي او خوندي لاره به ورته ورکول کېږي.

کشمير کور اسلام اباد کې د خالي ورځ له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د پاکستان پخواني وزيراعظم او د پيپلز ګوند غړي يوسف رضا ګيلاني وينا وه هغه اوس هم په خپله خبره ولاړ دې چې پرويز مشرف د صدارت چوکۍ نه لیرې کولو لپاره د سياسي ګوندونو او ایسټېبلیشمېنټ ترمنځه مذاکرات شوي ول چې پکې له دې خبرې سره اتفاق شوی وو چې که پروېز مشرف د صدارت چوکۍ پرېږدي نو هغه ته به هېڅ نه ويل کېږي او ورته به خوندي لاره ورکول کېږي.

د ده په خبره که داسې نه وه نو ولې به يو پوځي واکمن صدارت پرېښودو چې ورسره پوره طاقت هم وو.

که څه هم د ګيلاني خبره د هغه وخت د اطلاعاتو وزير قمر زمان کایره هم تاید کړې ده او وايي په دغه مفاهمت کې ورسره اسفنديار ولي، نوازشريف او مولانا فضل الرحمان هم شامل ول خو پخپله هم د پيپلز ګوند بعضې سېنېټران لکه فرحت الله بابر، رضا رباني او جهانګير بدر بيا له داسې څه ډول جوړجاړي انکار کوي.

د يوسف رضا ګيلاني د خبرې په جواب کې د مسلم ليګ ن غړې او د اطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشېد وايي نواز شريف کله هم په دغه مذاکراتي عمل کې نه وو شامل او په داسې خبرو پيپلز ګوند ځان پسي خلک خندوي.

د ده په خبره د پروېز مشرف مقدمه په عدالت کې ده او د هغه د مستقبل فيصله به هم عدالت کوي.

پروېز مشرف ته د محفوظ لارې ورکولو خبره چې کله مشال راډيو د عوامي نېشنل ګوند سنېټر زاهد خان ته کېښوه نو ده اووئېل چې پيپلز ګوند سره یې کله هم د پرويز مشرف په حواله خبره نه ده شوې. که پيپلز ګوند په خپلو کې له هغه سره څه قسمه خبره يا تړون کړی وي نو بايد چې په هغه کې عوامي نېشنل ګوند نه يادوي.

همداراز د جميعت علما اسلام ف ډلې وياند جان اچکزی وايي مولانا فضل الرحمان له داسې څه قسمه تړونه او جوړجاړي خبر نه دی او د دوی ګوند کله هم پرويز مشرف ته د خوندي لارې ورکولو په حق کې نه دی.

XS
SM
MD
LG