د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمې خیبر کې درې ماشومان ګوزڼ وهلي


اسلام اباد - د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) وايي، په قبایلي سیمې خیبر کې درې نور ماشومان ګوزڼ (یا پولیو) وهلي دي.

په پاکستان کې د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ډاکتر الیاس مشال راډيو ته وویل، د پولیو دا نوې پېښې په باړې کې ثبت شوې دي.

د ده په وینا، له دې سره په ۲۰۱۴ز کال کې په قبایلي سیمو کې د پولیو په رنځ اخته ماشومانو شمېر ۶۹ ته ورسېد چې پکې ۵۵ په شمالي وزیرستان، پینځه په جنوبي وزیرستان، اووه په خیبر او دوه د بنو په نیمه قبایلي سیمه کې دي.

ډاکتر الیاس وايي، له دې علاوه په خیبر پښتونخوا کې ۱۵ او په کراچۍ کې اته ماشومان ګوزڼ وهلي دي. په دې ډول په ټول پاکستان کې روان کال ۹۱ ماشومان د پولیو ناروغۍ ځپلي دي.

ډاکتر الیاس زیاتوي، د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید په قبایلي او نورو سیمو کې ټولو ماشومانو ته واکسیني څاڅکي ورکړل شي. دی وايي، په پیل کې شمالي وزیرستان ته تګ شونی نه وو خو اوس د هغې سیمې ولس کډوال شوی دی نو له شمالي وزیرستانه پر وتونکو لارو یې ماشومان واکسینوي.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر ډاکتر جانباز اپریدي مشال راډيو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په قبايلي سیمو کې د پاکستاني پوځ په مرستې د پولیو مخنیوي کیمپېن وچلوي.

په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې ۹۳ ماشومان پولیو ځپلي ول.

XS
SM
MD
LG