د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډېری کارمندانې ښځې د اسلام اباد دفترونو کې ځورول کېږي'


د وفاقي محتسیب ادارې د مالوماتو ترمخه د ټولو زيات شکايتونه اسلام اباد کې مخې ته راغلي دي چې شمير يې اووه څلويښت دې. او صرف يو شکايت د قبايلي سيمو د يوې زنانه لخوا راغلې دې.

په دفترونو کې د ښځو کارکوونکو ځورولو او تنګولو د مخنيوي اداره « وفاقي محتسب اداره» وايي، چې د دوی د ادارې له جوړېدو راهسیې یې د ملک له مختلفو برخو ۱۷۷ شکايتونه درج کړي چې پکې د ۱۰۲ شکايتونو فيصله هم شوې ده.

په دفترونو کې د کارکونکو ښځو د تحفظ لپاره دا اداره چې په ٢٠١١ م کال جوړه شوې، وياند شاه رخ عباسي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوي اداره په خاص توګه په دفترونو کې د نارينو لخوا د ښځو ځورولو او د دې ترڅنګ هغه نارينو د مسلو په اړه کار کوي چې په خپلو دفترونو کې د کاري چارو پر مهال یې مشران تنګوي.

ده په خپلو خبرو کې وويل چې د های کورټ د يو جج په مشرۍ کې په شپيتو ورځو کې د يو شکايت فيصله کيږي.

دی وايي، «دا صرف تر ښځو پورې محدوده نه ده بلکې نارينه هم خپل شکايتونه درجولای شي. زنانه او نارينه دواړو ته که د کار په ځای کې د دفتر د مشرانو او کارکونکو لخوا ځورول او يا تنګول کيږي نو هغوی له موږ سره خپل شکايت درجولای شي. دا تر يوی جنس پورې محدوه نه ده. دا يو حکومتي اداره ده چې نارينه او زنانه دواړو ته هوساينه ورکوي»

د يادې ادارې د مالوماتو ترمخه د ټولو زيات شکايتونه اسلام اباد کې مخې ته راغلي دي چې شمير يې اووه څلويښت دې. او صرف يو شکايت د قبايلي سيمو د يوې زنانه لخوا راغلې دې.

د ذکر وړ ده تيره ورځ په ملتان کې د ښځو کرکټ لوبډلې يوې لوبغاړې د ملتان کرکټ انتظاميې لخوا د ناروا سلوک له وجې ځان وژلی دی.

دې لوبغاړې سره د خپلو نورو ملګرو، په يو پروګرام کې د کرکټ کلب پر انتظاميې له هغوی سره د جنسي تېري کولو تور لګولی وو.

پدې لړ کې د وفاقي محتسب ادارې وياند زياته کړه چې داسې کېسونو لپاره د دوی ادارې په نوې اصلاحاتي اېکټ کې د خپلې مخې عدالتي اورېدنه «سوموټو ايکشن» غوښتنه هم کړې ده.

«له بده مرغه موږ ته د دغه لوبغاړې شکايت نه و راغلی. زموږ جج صاحبې د هغې د کيس اخيستل غوښتو خو موږ سره د سوموټو ايکشن اخيستو اختيار نشته. اوس موږ کال ٢٠١٤ اصلاحاتي ايکټ کې دا غوښتنه کړيده چې موږ ته دې سوموټو اختيار راکړې شي چې کومې مسلې د ميډيا د لارې مخې ته راځي لکه چې څنګه د پيښور يونيورسټې او د قايداعظم يونيورسټې د جينکو پيښې مخې ته راغلې نو چونکه موږ سره سوموټو اختيار نشته نو دا کيسونه موږ خپله نشو اخيستې»

د يادې ادارې مطابق چې د وفاقي محتسب د پاکستان په هرې سرکاري او غير سرکاري ادارې دا لازمي ګرځولې ده چې نه صرف د دوي ضابطه اخلاق دې خپل کړې شي بلکه د ښځو د ځورولو يا تنګولو مخنيوي لپاره يو درې رکني کميټي دې هم جوړه کړې شي.

XS
SM
MD
LG