د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرانشا نه پس بو یا او دیګان هم پوځ ونیول


میرانشا بازار
میرانشا بازار

دپاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې ISPR په وینا په شمالي وزیرستان کې په روانو عملیاتو کې له میران شا وروسته دوه نورې سیمې ( بویا ) او ( دیګان ) یي هم له وسلوالو څخه پاکې کړي دي.

د پوځ د خبر تیا اداره خبر ورکوي چې امنیتي ځواکونو په میر علي بازار ، موسکي او هرمز کې کور په کور تلاشی هم پیل کړې ده. ISPR وایي د میر علي او شاو خواسیمو نه وخت په وخت راکټي بریدونه هم تر سره کیږي، او د تیرې جمعې په شپه د ډزو په تبادله کې څلور وسلوال هم وژل شوي دي.

د خالي په ورځ کور کمانډر لیفټینیت جنرل خالد رباني د میرعلي ، بویا او دیګان سیمو دوره کړې، او هلته یي له خپلو سرتیرو سره لیدلي.

دپاکستان پوځ د جون له ۱۵ مې نیټې نه په شمالي وزیرستان کې د ( ضرب عضب ) په نامه عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې دوی د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي. په سیمه کې د جنګ له امله د یو میلیون په شاوخوا کې خلک بې کوره شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG