د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې پر څلورو ښځو تېزاب پاشل شوي دي


کوټه - پېښه د دوشنبې پر مازیګر د سریاب په کمالو کلي کې هغه وخت شوې ده چې دې ښځو د اختر جامې او نور شیان اخیستل.

د سریاب پولیس وايي، بریدګر پر موټرسایکل سپاره ول او په سېرېنج (پیچکاري یا ستن هم ورته ویل کېږي) کې یې تېزاب اچولي ول چې پر څلورو ښځو یې وپاشل او هغوی یې ژوبلې کړې.

دا ښځې په سمدستي توګه د کوټې بولان روغتون ته ورسول شوې.

د روغتون ډاکتر هدایت الله رسنیو ته وویل، د ژوبلو شویو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی:

((دلته موږ ته څلور ناروغانې راوستل شوې دي. د دې ښځو پر مخونو تېزاب پاشل شوي چې ورسره د ټولو مخونه سوځل شوي دي. د یوې ښځې مخ ۱۱ فیصده، د دوو اووه، اووه فیصده او د څلورمې پینځه فیصده سوځل شوی دی.))

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په سختو ټکو کې دا برید غندلی دی او اړونده چارواکو ته یې امر کړی دی چې په پېښه کې ککړ کسان ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

د سریاب د پولیسو مشر عمران قریشي وايي، تر اوسه دا نه ده مالومه چې د دې ښځو پر مخونو ولې تېزاب وپاشل شول:

((موږ د تاڼو یا د کوڅو په حساب ځینې فلاحي او د امن کمېټۍ لرو. د هغوی ټولو یوه ګډه غونډه مو رابللې ده چې پکې به د سیمې استازي، کونسلران او مشران هم وي. له هغوی به د دې پېښې په اړه پوښتنې کوو چې لامل یې څه کېدای شي.))

د پېښې پړه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG